تالقان (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٣): د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې سلګونه تنو د يوه ځايي جهادي قوماندان پرضد لاريون وکړ او نوموړى يې تورن کړ چې د ينګي قلعه ولسوالۍ د ځينو اوسېدونکو ځمکې يې غصب کړې دي.
لاريون کوونکو ادعا کوله چې د امر بشير قانت په نامه يوه ځايي جهادي قوماندان له خپلو وسله والو سره په ينګي قلعه ولسوالۍ کې د ځينو اوسېدونکو پر کورونو ورغلى او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې اته تنه ټپيان کړي.
دوى له دولت څخه وغوښتل چې دغه ځايي قوماندان محاکمه کړي. خو امر بشير پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.
دغه لاريون تېره ورځ ناوخته د تخار د لرې پرتې ولسوالۍ چاه آب په يتيم تېپه سيمه کې شوى چې له ينګي قلعه سره څنګ ته پرته ده.
د جنت ګل په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک ته وويل چې قوماندان بشير ددوى پر کورونو بريد کړى او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې اته تنه ټپيان کړي، چې يوه يې وروسته روغتون کې ساه ورکړه.
د جنت ګل په خبره، قوماندان بشیر د دوی ځمکې غصب کړي او کله چې یې پر وړاندې ودرېدل، د خپلو لسو وسله والو په مټ یې د دوی پر کورونو بريد وکړ او ښځې او ماشومان يې ووهل.
ده زياته کړه: “امر بشیر قانت له خپلو وسله والو سره راغی او زموږ ځمکه یې په تراکتور قولبه کړه، زه ورغلم چې امر صاحب د خدای روی مې در وړی مه کوه، زما ځمکه مه اړوه، وسله والو یې زه ښه ووهلم، په کورونو یې برید وکړ، ښځې، سړي او ماشومان چې په مخه ورغله ټول يې وټکول”.
د دې سیمې یو بل اوسېدونکی اختر محمد وايي، قوماندان بشیر ورته ویلي چې دغه سیمه پرېږدي او کندهار ته کډه وکړي.
ځايي اوسېدونکي وايي چې دا ځمکه دوى ته د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال ورکړل شوې او دوى يې اسناد لري.
اخترمحمد وايي: “امر بشیر موږ ته وویل چې له دې سیمې څخه کډه وکړئ، موږ چېرته لاړ شو؟ مرکزي دولت باید زموږه غږ واوري او ددغه قوماندان مخه ونیسي .”
اخترمحمد وايي چې د ورڅېرمه ولسوالۍ چاه اب اوسېدونکي ددوى په ننګه لاريون ته راغلي او ډاډ يې ورکړى چې له حقونو به يې دفاع کوي.
ګل مکۍ چې د څلورو ماشومانو مور ده وايي تېره ورځ يې کورته وسله وال ننوتل ، د کور کړکۍ يې ماتې کړې او ماشومان يې ووهل.
د ینګې قلعه ولسوالۍ یوه قومي مشر معلم شرف الدین پژواک خبري اژانس ته وويل چې قوماندان بشیر قانت په چاه اب ولسوالۍ کې هم په زرګونه جریبه غصب کړې ځمکه لري، هلته یې هم د خلکو او دولتي ځمکې غصب کړې دي اوس غواړي چې د ینګي قلعه ولسوالۍ اوسېدونکو ځمکې هم غصب کړي.
هغه وايي چې په یتیم تېپه کې چې د ینګي قلعه او چاه اب ولسوالۍ په پوله پرته سیمه ده، دغه قوماندان په سلګونو جریبه دولتي او شخصي ځمکې غصب کړې دي او په خپلو خلکو یې وېشلې دي.
ده زياته کړه: “په دې سیمه کې چې موږ ولاړ یو د یتیم تیپې د سیمې مربوطه ده، ددغې سیمې لوېدیځه غاړه کې امر بشیر په سلګونو جریبه ځمکه غصب کړې، د سیمې اوسېدونکي وايي چې دا زما ځمکه ده، دا زما مالچر دی، دا دولتي سیمه ده، د سیمې اوسېدونکي د دولتي ځمکو او مالچرونو ساتنه کوي خو دغه زور واکان یې په خپلو خلکو ویشي، کلي کورونه او کرنیزې ځمکه ترې جوړوي .”
د سیمې اوسېدونکي وايي چې که دولت یې ستونزو ته د حل لاره پيدا نه کړي دوی له خپلو سیمو څخه دفاع کوي، په وینایې که په دې پېښو کې چاته د سر او مال زیان واوړي دولت به یې ځواب وايي.
په همدې مهال قوماندان بشیر قانت د ینګي قلعه ولسوالۍ د یتیم تېپې د سیمې د اوسېدونکو له لوري په ده پورې شوې ادعاوې ردوي او زیاتوي چې په دې سیمه کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه ده.
هغه زياته کړه: “هلته یو کوچنی کلی دی، زه هلته یوه ټوټه ځمکه لرم، زه ورغلی وم خپله ځمکه مې وکرله، په سلګونو کسان هلته د ټوپکونو او سوټیو سره راغلي وو، ما نه څوک وهلي او نه مې هم ژوبل کړي، زه دومره کم عقل نه یم چې خلک ووهم، دا ما پسې توطيه ده، دا د دوه قومونو موضوع ده. “
د تخار سيمه ييزو چارواکو یو پلاوی سیمې ته لېږلى چې موضوع له نږدې وڅېړي. ددغه پلاوي مشر قادر افغان وايي ، له دواړو غاړو يې غوښتي چې د موضوع په څېړلو کې ورسره مرسته وکړي او تر هغه چې دوی کومې پایلې ته نه وي رسېدلي، خپلسری کار ونه کړي.
افغان وايي، د تخار سیمه ییز حکومت ژمن دی چې دغې مسئلې ته د پای ټکی کېږدي، حق دې حقدار ته وسپاري.
ده زياته کړه: “څارنوالي او جنایي د موضوع په اړه څېړنه کوي، څوک چې ملامته وي سزا به ورکړل شي، د کرنې اداره ورځي د خلکو او دولتي ځمکې سره بېلوي چې شخړو ته د پای ټکی کېښودل شي.”
د ځمکې غصب په تخار کې د ورځ په تېرېدو سره په یوې جدي ستونزې بدلېږي.