منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۵ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

کرکټ: بنګله دېش افغانستان ته ٢٦٨ منډې هدف ورکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٣): په يو ورځني کرکټ نړيوال جام کې بنګله دېش افغانستان ته په لومړۍ لوبه کې د ګټلو لپاره د ٢٦٨ منډو هدف ورکړ.

دا لوبه د اسټراليا د کينبرا ښار د مناکو اوول په نړيوال لوبغالي کې نن (د سلواغې ٢٩مه) روانه ده .

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې لوبې پچه د بنګله دېش لوبډلې لوبډلمشر مشرفي مرتضى وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د بنګله دېش څلور پياوړي لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل او دغه لوبډله تر فشار لاندې راغله، خو وروسته د دغه هېواد د ملي لوبـډلې دوو پخوانيو کپتانانو مشفق الرحيم او شکېب الحسن له مسووليته ډکه لوبه وکړه او په ګډه يې تر ١٠٠ زياتې منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش ټوله لوبـډله په پنځوسم اوور کې د ٢٦٧ منډو په جوړولو سره وسوځېده او افغانستان ته يې د ٢٦٨ منډو هدف ورکړ.

د بنګله دېش له لوري مشفق الرحيم ٧١ او شکېب الحسن ٦٣ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري حميد حسن، افتاب عالم، شاه پور ځدراڼ او ميرويس اشرف دوه دوه او محمد نبي يو لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ يوې مشهورې ويبپاڼې (کرېک انفو) چې نړيوالې لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي، د افغانستان نننۍ لوبه ستايلې ده او زياته کړې يې ده چې دوى په خپل لومړي ځل ګډون سره د پام وړ لوبه وکړه.

خو يادې سرچينې ويلي چې د لوبې پر مهال په ځينو موقعو کې له افغان لوبغاړو ناتجربه ګي هم وليدل شوه.

دې ويبپاڼې پر نننۍ لوبې په خپله تبصره کې ليکلي چې افغان لوبغاړو ښه توپ اچونه، توپوهنه او ښه ډګر ساتنه وکړه او بنګله دېش يې تر پايه تر فشار لاندې ساتلى و.

د کرکټ د چارو کارپوه او د لوبه سپورتي موسسې مسوول رحيم ګل څاروان وايي چې افغانستان د لومړي ځل لپاره په نړيوال جام کې برخه واخيسته او افغان لوبغاړي په دې لوبه کې ډېره ښه لوبه وکړه.

هغه زياته کړه: ((که الله کول افغانستان نن له بنګله دېش لوبه وګټله، نو د دې لوبې په تاريخ کې به يې داسې نوم وليکل شي چې افغانستان په نړيوال جام کې په خپل لومړي ځل لومړى بريا خپله کړه.))

د  افغانستان د لوبـډلې مشر محمدنبي د لوبې تر پيلېدو مخکې رسنيو ته وويل چې دوى غواړي پرته له کوم فشاره مثبته لوبه وکړي.

د دې لوبې لپاره غوره شوې افغان لوبډله په لاندې ډول ده.

افسر ځاځى، جاوېد احمدي، نوروز منګل، اصغر ستانکزى، سميع الله شينوارى، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، ميرويس اشرف ، افتاب عالم ، شاه پور ځدراڼ او افتاب عالم.

د يادونې ده، دا لومړى ځل دى افغانستان د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام ته لاره موندلې ده.