منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۴ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

سريلانکا: افغان لوبـډله کمه نه ګڼو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

کابل (پژواک، ٢ کب ٩٣): د سريلانکا د کرکټ لوبډلې کپتان وايي چې دوى د افغانستان ملي لوبـډله اسانه نيسي او د لوبې لپاره يې بشپړ چمتووالى نيولى دى.

ټاکل شوې د يوه ورځني کرکـټ نړيوال جام سياليو په لړ کې د يکشنبې په ورځ (د کب ٣مه) د افغانستان او سريلانکا تر منځ لوبه د نيوزيلينډ په ډونيډن ښار کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او سريلانکا دواړو د نړيوال جام په خپلو لومړيو لوبو کې له ماتې سره مخ شوي دي.

د سريلانکا کرکټ لوبډلې لوبډلمشر انجيلو متهيوز  د کب په ٢مه د نيوزيلينډ په ډونيډن ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال په ډاګه کړه چې دوى د افغانستان لوبـډله اسانه نه اخلي.

هغه زياته کړې: ((له افغانستان سره به لوبه اسانه نه وي، موږ ورته بشپړ تيارى نيولى او سخت تمرينات مو دې لوبې لپاره ترسره کړي دي.))

نوموړي ويلي چې له افغانستان سره ترسره کېدونکې لوبه يې ډېره جدي نيولې ده او خپل ټول پياوړي لوبغاړي به په دې لوبه کې شاملوي.

متهيوز وايي چې دوى د هرې لوبې لپاره بشپړ تيارى نيسي، که هغه له افغانستان سره وي يا نورو لوبډلو سره .

که څه هم افغانستان خپله لومړۍ لوبه له بنګله دېش څخه بايللې ده، خو د سريلانکا کپتان وايي، دا سمه ده چې لوبـډلې دې هر ځل خرابه لوبه وکړي.

هغه زياته کړې: ((د افغانستان ډېره خطرناکه لوبډله ده، موږ بايد هغه کمه ونه ګڼو.))

بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دوى هم د سبانۍ لوبې لپاره بشپړ تيارى نيولى او لوبغاړو په تېرو درېيو ورځو کې ښه تمرينات ترسره کړي دي.

د کرکټ بورډ وياندفريد هوتک پژواک اژانس ته وويل چې د تمريناتو ترڅنګ د ملي لوبـډلې روزونکو له لوبغاړو سره نن يوه مهمه ناسته لرله او هغوى سره  يې د تېرې لوبې د تېروتنو په اړه خبرې وکړې او دتېرې لوبې ويډيو يې هم په ګډه وليدله.

د نوموړي په وينا، د ملي لوبـډلې مشر روزونکي انډي مولز هيله مند دى چې افغان لوبډله به د سريلانکا پر وړاندې ښه لوبه ترسره کړي.

بلخوا د ملي لوبـډلې مشر روزونکي انډي مولز  خپله لوبډله هڅولې چې له سريلانکا سره په لوبه کې نړۍ ته دا وښيي چې دوى ښه لوبه ترسره کولى شي.

هغه زياته کړې: ((موږ غواړو چې له سريلانکا سره د لوړې کچې لوبه وکړو او نړۍ ته دا ثابته کړو چې افغان لوبغاړي دا ډول لوبه هم کولى شي.))