کابل (پژواک، ٢ کب ٩٣): د کابل مېشتو وردګو د غېشو لوبډلې د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ د چک کلي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه يوه ورځنۍ لوبه تېره ورځ د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د “باغ داوود” په سيمه کې سهار پيل او تر نږدې ماښامه يې دوام وکړ.
د کابل مېشتو وردګو د لوبډلې غړي عطامحمد اختري پژواک خبري اژانس ته وويل چې لوبه ٩١ د ٧٨ پر وړاندې د کابل مېشتو وردګو په ګټه پاى ته ورسېده.
هغه وويل ، د کابل مېشت وردګو لوبډلې په ژمنيو لوبو کې چې په تېرو دوو مياشتو کې ترسره شوې دي، د چک ولسوالۍ دوو نورو لوبډلو ته هم ماتې ورکړې ده، خو د چک کلي د لوبډلې پر وړاندې يې يو ځل ماتې هم خوړلې ده.
اختري وايي: ” تر دې وړاندې موږ د کابل د “دشت برچي” د غېشو له لوبډلې سره هم لوبه وکړه چې زموږ په ګټه پاى ته ورسېده.”
دى وايي چې دغه لوبه د هېواد د ځينو نورو سيمو تر څنګ، له ډېرو پخوا زمانو راهيسې د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې هم ترسره کېږي.
هغه وويل چې دغه لوبه په چک کې ډېره په ژمي کې د کليو د لوبډلو تر منځ ترسره کېږي، ځکه چې په ژمي کې خلک وزګار وي.










