کابل (پژواک، ٣ کب ٩٣): سريلانکا د کرکټ په نړيوال جام تر يوې سختې مقابلې وروسته له افغانستان څخه لوبه وګټله.
دا لوبه نن )د کب ٣مه( د نيوزيلينډ هېواد د ډونيډن په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د دې لوبې پچه د سريلانکا لوبډلې وګټله، خو لومړى يې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٢ منډې جوړې کړې او سريلانکا ته يې د ٢٣٣ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري اصغر ستانکزي په زړه پورې لوبه وکړه او د افغانستان له لوري لومړى لوبغاړى شو چې په نړيوال جام کې پنځوسيزه ووهي.
اصغر ستانکزي ٥٤، سميع الله ٣٨، ميرويس اشرف ٢٨، جاوېد احمدي ٢٤، محمدنبي ٢١ او افسر ځاځي ١٩ د پام وړ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له خوا د ورکړل شوي هدف په تعقيب کې د سريلانکا لوبډلې لوبه سمه پيل نه کړه او دواړه لومړني لوبغاړي يې په صفر وسوځېدل. ورپسې دوه نور لوبغاړي يې هم ژر ژر وسوځېدل او داسې ښکارېدل چې افغانستان به دا لوبه په اسانۍ سره وګټي.
خو کله چې د سريلانکا منډې ٥٠ ته ورسېدې او څلور پياوړي لوبغاړي يې وسوځېدل، نو اوسنى کپتان متهيوز او پخوانى کپتان جي وردهني ميدان ته راغلل، نو له مسووليته ډکه لوبه يې وکړه او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.
جى وردهني سليزه ووهله او په سلو منډو وسوځېد، دغه راز متهيوز ٤٤ منډې جوړې کړې، د دوى دواړو په سوځېدو سره هم د افغانستان د بريا هيله پيدا شوه، خو په وروستيو مرحلو کې سريلانکايي لوبغاړي پريرا ٤٧ تېزې منډې جوړې کړې او خپلې لوبډلې ته يې بريا ورپه برخه کړه.
د افغانستان له لوري حميد حسن درې، دولت ځدراڼ او شاه پور ځدراڼ يو يو لوبغاړي وسوځول.
د سريلانکا لوبغاړى جي وردهني د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
نوموړي تر لوبې وروسته وويل چې افغان لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه او دوى يې تر فشار لاندې ساتلي وو.
هغه زياته کړه: ((د دې لوبې ټول کريډټ افغانستان ته ځي، دوى په سختو شرايطو کې ډېر ښه بيټنګ وکړ او په توپ اچونه کې يې خپله وړتيا وښوده.))
افغان لوبډلمشر محمدنبي عيسى خېل تر لوبې وروسته په خپلو څرګندونو کې وويل چې د توپوهنې په وروستيو مرحلو کې يې لوبغاړو سمه لوبه ونه کړه.
د نوموړي په وينا، توپ اچوونکو يې په پيل کې ډېره ښه لوبه وکړه، د سريلانکا مهم لوبغاړي يې وسوځول او هغوى يې تر فشار لاندې وساتل.
نبي زياته کړه: ((په ټوليزه توګه موږ له خپلې نننۍ لوبې راضي يو.))
د کرکټ لوبې يو کارپوه ضراب شاه زهير وايي چې افغان لوبغاړو په دې لوبه کې خپله وړتيا ثابته کړه چې له پياوړو لوبډلو سره هم ښه لوبه کولى شي.
خو نوموړي زياته کړه چې د دې لوبې پر مهال له دوى څخه ځينې تېروتنې وشوې، چې که يې مخه نيولى واى، نو لوبه يې ګټلى شواى.










