منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۶ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار کې د ښوونځيو کرکټ لوبډلو د ظرفيت لوړونې پروګرام پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۱ کب ۹۳):  په ننګرهار ولايت  کې د ښوونځيو د کرکټ لوبډلو د ظرفيت لوړونې په موخه دوه ورځنی روزنيز پروګرام پيل شو.

د دغه پروګرام لپاره د ننګرهار ولايت د اتو لېسو د کرکټ لوبډلې او روزونکي  په جلال اباد کې د “هستي ګل اکاډمۍ” ته راغوښتل شوې، څو د کرکټ د لوبې تخنيکي زده کړې وکړي.

په ختيځ کې د کرکټ بورډ مشر بختيار ساحل د کب په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کمپ د کرکټ بورډ په همغږۍ او  د “افغان ځوانانو د کرکټ ملاتړ اداره” له خوا پيل شوی چې دوه ورځې به دوام وکړي.

هغه زياته کړه: ((د ښوونځيو په درسي نصاب کې کرکټ داخل شوی، نو د دې لوبو هدف دا دی چې سر له همدا اوسه د ښوونځيو د کرکټ لوبډلې له کرکټ سره اشنا شي.))

 د افغان ځوانانو د کرکټ د ملاتړ ادارې مشر او د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان رييس احمدزي وايي چې په دغه کمپ کې يې د ننګرهار ولايت د اتو ښوونځيو لوبډلو ته د کرکټ وسايل ورکړل او په دوو ورځو کې به روزنه هم ورکړي.

احمدزي زياته کړه: ((موږ دغه کمپ د دې لپاره جوړ کړی چې د ښوونځيو لوبغاړي پر لوبه وپوهو او لوبې ته يې وهڅو. 

موږ دغه هر ټيم ته چې ۱۴ ، ۱۴ لوبغاړي لري، زده کړې ورکوو، د دې تر څنګ مو د همدې لېسو د سپورټ استادان هم راغوښتي، هغو ته د روزنې طريقې ښييو څو زده کوونکو ته روزنه ورکړي.))

د کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسوول نظيم جان عبدالرحيمزي  له پژواک اژانس سره په خبرو کې دغه کمپ ګټور وباله او يادونه يې وکړه چې زده کوونکي دې ترې ښه ګټه واخلي.

نوموړي وويل: ((سږ کال به په ښوونځيو کې په رسمي ډول کرکټ پيل شي، نو دغسې کمپونه ډېر ښه دي؛ ځکه مخکې له مخکې به د ښوونځيو زده کوونکي او لوبډلې له کرکټ سره اشنا وي.))

د دغه کمپ يوه ګډونوال حکمت الله  پژواک اژانس ته وويل: ((زه د احداد لېسې د لوبډلې غړی يم، دا کمپ موږ ته ډېره ګټه رسوي، موږ ته يې نن لباسونه، بوټان او بيټونه هم راکړل.))

نوموړي زياته کړه چې تر دې وروسته بايد دغسې نور روزنيز کمپونه هم جوړ شي څو په ښه ډول ترې زده کړې وکړي.