منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۷ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

دانش: افغان توپ اچوونکي به د اسټراليا لوبډله تر فشار لاندې راولي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

جلال اباد(پژواک،۱۲ کب ۹۳): د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش وايي، چې ملي لوبډله  له  اسټراليا سره د لوبېدو جوګه ده او افغان توپ اچوونکي به يې تر فشار لاندې راولي.

ټاکل شوې چې افغان لوبډله سبا ( چهارشنبه دکب ۱۱مه) د نړيوال کپ په څلورمه لوبه کې له اسټراليا سره لوبه وکړي.

ملي لوبډلې په خپل ګروپ کې تر دې مخکې درې لوبې کړي، چې دوه يې بايللي او يوه يې ګټلې ده.

د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د کب په ۱۱مه پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل ، چې له اسټراليا سره د ښې لوبې هيله لري.

دانش وايي : (( د نړيوال جام  په راتلوونکو لوبو کې زموږ هدف ، انګلستان او نيوزيلينډ لوبډلې دي چې ماتې يې کړو، اسټراليا لوبډله ډېره پياوړې ده او د لوبې ويشتنځای هم ډېر تېز دی ، خو موږ هم ښه ښه توپ اچوونکي لرو چې د هغوي لوبغاړي به تر فشار لاندې راولي.))

نوموړي زياته کړه: (( کرکټ بايلل او ګټل لري، خلک دې په خپله لوبډله باور ولري.اسټراليا ويلي چې د افغان لوبډلې تر فشار لاندې ده. ښه لوبه به ورسره کوو او داسې لوبه به نه وي لکه هندوستان چې تېره ورځ د امارت ۹ لوبغاړي په ۵۰ منډو وسوځول.))

هغه په لوبډله کې د بدلون په تړاو څه ونه ويل خو ويل کېږي چې افغان لوبډلمشر له اسټراليا سره د لوبې لپاره په لوبډله کې بدلون راولي او نوي لوبغاړي به په لوډله کې شامل کړي.

بلخوا دافغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې کپتان محمد نبي عيسى خېل وايي چې لوبـډله يې له اسټراليايي لوبغاړو هېڅ وېره نه لري.

هغه چې نن د اسټراليا په پرت ښار کې خبري غونډې ته وينا کوله ويلي : (( موږ اسټراليايي لوبغاړو ته احترام لرو، هغوى پياوړي دي، ښه تېز توپ اچوونکي او توپوهونکي لري، خو موږ ترې وېره نه لرو.))

نوموړي ويلي چې تېر ځل يې په متحده عربي اماراتو کې له اسټراليا سره ښه مقابله کړې وه، هغوى ٢٧٢ منډې او افغان لوبـډلې ٢٠٦ منډې جوړې کړې وې.

نبي زياتوي : (( زموږ لوبـډله اوس پياوړې شوې، تجربې مو زياتې شوې دي او هيله لرو چې له اسټراليا سره ښه لوبه وکړو.))

د يادونې ده چې افغان لوبډلې له اسټراليا سره يو پنځوس اورېزه نړيواله لوبه ترسره کړې ، خو که څه هم دا لوبه يې بايللې وه خو  هغه مهال د افغان لوبغاړو د ښې لوبې ډېر تعرفونه وشول.