منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۷ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ د ملي لوبډلې د ستايلو په موخه د لوبغاړوانځوريز نندارتون پرانيستل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

جلال اباد(پژواک، ١٢ کب ۹۳):په ننګرهار ولايت کې د يوه انځورګر له خوا د ملي لوبډلې د هڅونې او په نړيوال کپ کې يې د بريا په هيله د لوبغاړو د انځورونو نندارتون پرانيستل شو.

دغه نندارتون د کب په ١٢مه، په جلال اباد ښار کې پرانيستل شو، چې نندارې ته يې دافغانستان کرکـټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش او نور چارواکي هم راغلي وو.

د هېواد نامتو انځورګر حمدالله ارباب په دې نندارتون کې د ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو انځورونه نندارې ته وړاندې کړي او وروسته به يې د افغانستان ملي ګالرۍ ته د ارشيف لپاره وسپاري.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس نسيم الله دانش د دې نندارتون د پرانيستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا  نندارتون به د افغان لوبغاړو پر  روحيه ښه اغېزه وکړي.

دانش وايي:(( سبا به ملي لوبډله په نړيوال کپ کې له اسټراليا سره لوبه ولري،تر لوبې مخکې دا نندارتون پرانيستل او کله چې لوبغاړي انځورونه  د رسنيو او ټولنيزو شبکو له لارې وګوري نو ښه اغېزه به پرې وکړي،موږ دکرکټ له مينه والو غواړو،چې لوبه ګټه او تاوان لري،نو په ټولنيزو شبکو کې دې په لوبغاړو پسې ناسمې تبصرې نه ليکي.))

دانش زياته کړه:((موږ به انځورګر حمد الله ارباب ته د دې هڅو په وياړ د لوړې کچې ستاينليک ورکړو او د هغه دا انځورونه به په کرکټ بورډ او ملي ارشيف کې خوندي کړو.))

د ياد نندارتون تنظيمونکي انځورګر حمد الله ارباب پژواک اژانس ته وويل،چې دا نندارتون يې د ملي لوبغاړو د  هڅولو په موخه پرانيستی .

هغه زياتوي،چې په دې نندارتون کې د ټولو لوبغاړ انځورونه شته او دا  انځورونه يې  د کرکټ د روان  نړيوال کپ له پيل راهيسې تر اوسه انځور کړي دي.

ارباب وايي:((د مهاجرت په کلونو کې به موږ دپاکستان دلوبغاړو ستاېنې کولې، هغوی به مو هڅول او عکسونه به مو ورته رانيول؛خو اوس موږ خپله لوبډله لرو او خوشاله يو ،چې خپله لوبډله ستايو، لوبه ګټل او بايلل لري،هېله ده چې افغانان د خپلو لوبغاړو ستاينې وکړي او دبريا پر مهال له ډزو  کولو څخه لاس واخلي.))

هغه داطلاعات او فرهنګ له رياست او د کرکټ بورډ له ادارې غوښتنه وکړه،چې دا انځورونه د يوه مکتوب له لارې دافغانستان په ملي ګالرۍ کې خوندي او ځانګړی ځای ورته جوړ کړي.

د ننګرهار داطلاعات او فرهنګ  رييس اورنګ صميم د دې نندارتون د ليدنې پر مهال پژواک ته وويل،چې ددغسې نندارتونونو پرانيسته،دملي لوبغاړو پر روحيه ښه اغېزه کوي او دی به دا انځورونه د افغانستان ملي ارشيف ته په رسمي ډول انتقال کړي.

 ملي لوبغاړي کريم صادق،چې د ده انځور هم په ياد نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوی پژواک اژانس ته وويل:((ډېر خوشحاله يم،چې خلک ملي لوبډله ستايي،داانځورونه او نندارتون به دملي لوبغاړو په روحيه ښه اغېزه وکړي.))

د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ريس احمدزي پژواک اژانس ته وويل،چې په دې نندارتون کې د ملي لوبډلې دټولو لوبغاړو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي او خلک يې دليدنې لپاره راځي.

هغه وايي خوشاله دی چې خلک خپله لوبډله ستايي.