کلات (پژواک، ١٢ کب ٩٣ ): د زابل ولايت امنيتي مسوولين وايي چې سلګونو افغان ځواکونو د تښتول شويو کسانو د ژغورنې لپاره پوځي عمليات پيل کړي دي.
ناپېژاندو وسله والو تېره اوونۍ د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ له پښ کندې سيمې له يوه ٣٠٣ موټر څخه ٣٠ تنه مسافر تښتولي دي.
ځايي چارواکو ويلي وو،دا کسان چې تازه له ايران څخه راستانه شوي وو، د غزني پيما ترانسپورټي شرکت په يوه ٣٠٣ موټر کې له هرات څخه کابل ته روان وو.
د زابل ځايي مسوولينو ويلي وو، چې وسله والو له تښتول شويو کسانو څخه يو تن خوشې کړى چې د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکى و.
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني د کب په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات نن سهار وخته په درېيو بجو په خاک افغان ولسوالۍ کې پيل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې ځانګړي ځواکونه د چورلکو په وسيله ياده ولسوالۍ کې پياده شوي او ډېره قوي جګړه يې پيل کړې ده.
د روغ ليوني د معلوماتو له مخې ، تر اوسه په دغو عملياتو کې ٣٢ تنه وسله وال وژل شوي ، خو د تښتول شويو کسانو په اړه يې معلومات نه دي ترلاسه کړي.
يوې بلې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق او ددغه ولايت نورو ځواکونو هم برخه اخيستې ده.
ځايي چارواکو تېره اوونۍ ويلي وو، د قومي مشرانو يوه ډله ددې ولايت خاک افغان ولسوالۍ ته د يادو کسانو د خوشې کولو او له تښتوونکو سره د خبرو اترو لپاره لېږلې وه، خو ددوى هڅې ناکامې شوې او هغوى تش لاس بېرته راستانه شول .
د وسله والو طالبانو وياندويانو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دى ښودلى، پژواک تر اوسه دوه ځلې د طالبانو په ادرس ايميليونه کړي، خو د هغوى له خوا کوم ځواب نه دى ورکړل شوى.