کندهار( پژواک، ١٢ کب ٩٣): پوليسو په کندهار ښار کې له چاودېدونکو توکو په ډک مازدا موټر کې سپور ځانمرګى بريد کوونکى هدف ته تر رسېدو وړاندې په نښه او له منځه يووړ.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر جنرال رحمت الله اطرافي د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانمرګي بريد کوونکي په خپل مازدا موټر کې شاوخوا ٢ زره کيلوګرامه چاودېدونکي توکي په ٧ بېرلو او ٤ ګاز ډبو کې ځاى پر کړي وو او غوښتل يې هدف ته ځان ورسوي او موټر ته چاودنه ورکړي.
د هغه په وينا، پوليسو د ياد ځانمرګي په اړه مخکې له مخکې معلومات درلودل. دى وايي دغه بريدګر غوښتل چې منډيګک ماڼۍ، د هندوستان قونسلګري او يا هم د کندهار محبس په نښه کړي، خو پوليسو يې پر وخت مخه ونيوله.
هغه زياته کړه چې ځانمرګى بريد کوونکى د کندهار د شپږمې ناحيې په سيمه کې مخکې له دې چې په موټر کې بار چاوېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي، د پوليسو له لوري وپېژندل شو او د درېدو امر يې ورته وکړ.
دى وايي، بريدګر د دې پر ځاى چې د پوليسو امر پر ځاى کړي او ودرېږي، پر هغوى يې د لاسي بم بريد وکړ، خو وروسته پوليسو پرې ډزې وکړې او ويې واژه.
د ده په وينا، که څه هم چې موټر د ډزو له امله اور واخيست خو اطفائيه پر وخت ورته ورسېده او مخکې له دې چې په موټر کې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکي توکي چاودنه وکړي، اور يې مړ کړ.
دى وايي چې چاودېدونکي توکي د کندهار د امنيه قوماندانۍ تخنيکي ډلې شنډ او له منځه يووړل.
د يوه بل خبر له مخې په کندهار ښار کې نن يو پوليس د ناڅرګندو کسانو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.
يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو تن پوليس چې غوښتل يې خپلې دندې ته لاړ شي د کندهار ښار د برو دروازې په سيمه کې د ناڅرګندو وسله ولو کسانو له خوا په يوه غلچکي بريد کې وژل شوى دى.
د يادو پېښو په اړه تر دې مهاله د دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.










