منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۷ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

اسټراليا د نړيوال جام په يوه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

کابل ( پژواک، ١٣ کب ٩٣ ) : اسټراليا د کرکټ د نړيوال جام په يوه لوبه کې افغانستان ته ستره ماتې ورکړه.

دا لوبه نن د کب په ١٣مه، د اسټراليا په پرت نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

ددې لوبې پچه افغانستان وګټله خو په حيرانوونکې توګه يې اسټراليا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

که څه هم اسټراليا  خپل لومړى لوبغاړى ژر له لاسه ورکړ، خو وروسته سمت او وارنر ډېره ښکلې لوبه وکړه او خپلې منډې يې زياتې کړې.

اسټراليا په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٧ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢١٨ منډو هدف ورکړ.

د اسـټراليا له لوري وارنر ١٧٨، سمت ٩٨ او ګلین میکسویل ٨٨ تيزې منډې جوړې کړې.

د افغانستان دولت او شاهپور دوه، دوه او حمید او نوروز منګل یوه، يو يو لوبغاړى وسوـځول.

د افغانستان لوبـډله د ياد هدف په تعقيب کې تېزه لوبه پيل کړه‌، خو په وقفه ييز ډول يې خپل لوبغاړي له لا سه ورکړل، ځينو لوبغاړو ډېره بې مسووليته لوبه وکړه او پخپله يې ځانونه وسوځول.

دافغانستان له لورينوروز منګل (۳۳ منډې) او نجيب الله ځدران (۲۴ منډې) يو څه مقاومت وکړ او په پاى کې دافغانستان ټوله لوبډله په ١٤٢ منډو وسوځېدله.

افغانستان تر دې مخکې له سريلانکا او بنګله دېش څخه هم ماتې خوړلې وه، خو له سکاټلينډ څخه يې لوبه ګټلې وه.