کابل ( پژواک، ١٧ کب ٩٣ ) : د کرکټ د نړيوال جام سياليو په لړ کې کوربه هېواد نيوزيلينډ افغانستان ته ماتې ورکړه.
دا لوبه چې نن د کب په ١٧مه، د نيوزيلينډ په نيپير ښار کې ترسره شوه، پچه يې افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل او يو وخت يې په ٥٩ منډو شپږ پياوړي لوبغاړي سوځېدلي وو، خو نجيب الله ځدراڼ او سميع الله شينواري مقاومت وکړ او د خپلې لوبـډلې منډې يې ١٥٠ ته ورسولې.
پر دې مهال نجيب الله ځدراڼ په ٥٦ او سميع الله شينوارى په ٥٤ منډو وسوځېد، په وروستيو مرحلو کې حميد حسن هم تېزه لوبه وکړه او ١٦ منډې يې جوړې کړې.
تردې مخکې افغان توپوهونکي جاوېداحمدي په يوه، عثمان غني په صفر، نوروز منګل په ٢٧، اصغر ستانکزى په ٩، ګلبدين نايب په ٦ او افسر ځاځى په صفر سوځېدلي وو، دولت ځدراڼ يو او شاه پور ځدراڼ دوه منډې جوړې کړې.
د افغانستان ټوله لوبـډله په اته څلوېښتم اوور کې په ١٨٦ منډو وسوځېدله او نيوزيلينډ ته يې د ١٨٧ منډو هدف ورکړ.
د نيوزيلينډ له خوا سست توپ اچوونکى (سپنر) ډينيل ويټوري څلور او بولټ درې افغان لوبغاړي وسوځول.
د نيوزيلينډ لوبـډلې دافغانستان له خوا د ورکړ ل شوي هدف په تعيقب کې ډېره تېزه لوبه پيل کړه، خو چې منډې يې ٤٠ ته ورسېدې، نو ميک کولم د محمد نبي له خوا وسوځول شو.
د نيوزيلينډ نورو لوبغاړو په احتياط سره لوبه ترسره کړه او ياد هدف يې په شپږ دېرش اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او پنځمه پرله پسې بريا يې خپله کړه.
د افغانستان له لوري شاه پور ځدراڼ او محمد نبي يو يو لوبغاړى وسوځول.
تر دې مخکې اسټراليا، بنګله دېش او سريلانکا هم له افغانستان څخه لوبې ګټلې وې، خو افغانستان سکاټلينډ ته ماتې ورکړې وه.
افغانستان به خپله وروستۍ لوبه د مارچ په ١٢مه، له انګلستان سره ترسره کوي.










