منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۷ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

عيسى خېل: څنګه چې په کار وه هغه ډول لوبه مو ونه کړاى شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٣): د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې لوبډلمشر محمد نبي عيسى خېل وايي چې د نړيوال جام سياليو د توپوهنې په برخه کې ناکام شول.

عيسى خېل دغه څرګندونې د کرکټ په نړيوال جام کې تر ګډون وروسته هېواد ته په راستنېدو  د کب په ٢٥مه د کابل د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د ملي لوبـډلې هرکلي ته د افغانستان د کرکټ بورډ مشران او کارکوونکي، د ملي شورا غړو، دولتي چارواکي او سلګونه مينه وال راغلي وو.

لوبډلمشر وويل، لکه څنګه چې لاز و هغسې لوبه مو ونه کړه.

ده زياته کړه: ((موږ د نړيوال جام لپاره ډېرې تياريانې کړې وې، روزونکو هم راسره ښه خواري کړې وه، خو بخت راسره ياري ونه کړه او لوبغاړي مو ونه ځلېدل.))

هغه وايي چې په ټولو سياليو کې يې لوبغاړي د توپوهنې په برخه کې ناکام شول خو په توپ اچونه او ډګر ساتنه ( فيلډنګ) کې لوبغاړو له ځانه وړتيا وښوده.

نبي وايي: ((زه په خپله هم ونه چلېدم، که توپوهونکو ښه لوبه کړې واى، نو نن به موږ د نړيوال دويم پړاو ته لاره موندلې واى.))

د ملي لوبـډلې کپتان يا لوبډلمشر له هېوادوالو مننه وکړه چې دوى يې تل په دعا ګانو کې ياد ساتلي دي او سره له دې چې دوى ډېرې لوبې وګټلې او نن يې ورته تود هرکلى وکړ.

هغه وايي، چې که هم په نړيوال جام کې يې لوبـډله ښه ونه ځلېدله، خو د لومړي ځل لپاره په دومره لويه کچه سياليو کې ګډون کول دوى لپاره د وياړ ځاى او ډېرې تجربې يې ترلاسه کړې.

عيسى خېل پر هغې پېښې ژوره اندېښنه وښوده چې له سکاټلينډ څخه د لوبې تر ګټلو وروسته په جلال اباد ښار کې يو تن مينه وال تر سکتې وروسته ساه ورکړې وه.

د نوموړي په وينا، له نړيوال جام او لوو لوبـډلو سره په لوبو کې له ترلاسه شويو تجربو څخه به دوى په راتلونکو لوبو کې ګټه اخلي.

د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش بيا وويل چې دوى په نړيوال جام کې د ملي لوبډلې له لوبو ډاډه دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په دومره لوړه کچه لوبې ترسره کول دا پخپله د هېواد لپاره لويه لاسته راوړنه ده او ملي لوبـډلې يوه لوبه هم وګټله.

دانش زياته کړه، چې نړيوالو د افغان لوبډلې د لوبې ستاينه کړې ده.

خو نسيم الله دانش وايي چې د ملي لوبـډلې د ځينو خرابيو په اړه به له روزونکو او ټاکنيزې کمېټې څخه پوښتنې کوي.

افغانستان چې ١٤ کاله پخوا يې ملي لوبډله نه لرله، د لومړي ځل لپاره په يو ورځني پنځوس اووريز نړيوال جام کې يې د ګډون چانس ترلاسه کړ او له دغه کار سره يې نړيوال ګوته په غاښ کړل.

افغانستان د کرکټ د نړيوال جام په الف ګروپ کې له اسټراليا، نيوزيلينډ، سريلانکا، انګلستان، سکاټلينډ او بنګله دېش سره و چې تر ب ګروپ يې لوبډلې پياوړې وې.

ملي لوبډلې په خپل ګروپ کې له سريلانکا او بنګله دېش سره تر سختې مقابلې وروسته خپلې لوبې وبايللې، خو له سکاټلينډ څخه يې تر سختې مقابلې وروسته يواځېنۍ لوبه وګټله.

خو د اسټراليا او نيوزيلينډ لوبډلو افغانستان ته په ستر توپير ماتې ورکړه او خپله پياوړتيا يې ثابته کړه.

د نړيوال جام په سياليو کې د افغانستان له لوري په توپوهنه کې يواځې سميع الله شينواري او په توپ اچونه کې شاه پور ځدراڼ او حميد حسن له ځانه وړتيا وښوده او نورو لوبغاړو د پام وړ لوبه ترسره نه شوه کړاى.