کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٤): اسټراليا د کرکټ د نړيوال جام په دويمه نيمه پاىلوبه کې هندوستان ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.
تر دې مخکې په لومړۍ نيمه پاى لوبه کې نيوزيلينډ د سوېلي افريقې لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او د لومړي ځل لپاره يې پاىلوبه کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړ.
ټاکل شوې ده چې د راتلونکې يکشنبې په ورځ (د وري ٩مه) به اسټراليا او نيوزيلينډ د کرکټ د نړيوال جام په پاىلوبه کې سره مخ شي.
اسټراليا د وري په ٦مه له هندوستان سره د دويمې نيمه پاىلوبې پچه وګټله او لومړى يې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د اسټراليا لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٨ منډې جوړې کړې او هندوستان ته يې د ٣٢٩ منډو هدف ورکړ.
د دوى له لوري سټيون سمېت په زړه پورې لوبه وکړه او ١٠٥ منډې يې جوړې کړې، دغه راز ارون فېنچ ٨١ او شين واټسن ٢٨ منډې جوړې کړې.
د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسټراليا لخوا ورکړل شوى هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په اوه څلوېښتم اوور کې په ٢٣٣ منډو وسوځېدله او دغه راز اسټراليا دا لوبه د ٩٥ منډو په توپير سره وګټله.
اسټراليايي لوبغاړى سټيون سمېت د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.










