کابل ( پژواک، ۷ وری ۹۴ ) په ایران کې د فوټبال د روانو سیالیو په ترڅ کې دافغانستان او سعودي عربستان د فوټبال لوبه په مساوي توګه پای ته ورسیده.
په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې په برازیل کې د فوټبال د ۲۳ کلنو لوبډلو د فوټبال د نړیوال جام دغوراوي سیالۍ په ایران کې روانې دي، چې پکې ایران، افغانستان، نیپال، فلسطین او د نیپال لوبډلې برخه اخیستې ده.
د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د معلوماتو له مخې افغانستان نن خپله دریمه لوبه سعودي عربستان سره ترسره کړه او دا لوبه پرته د کوم ګول په وهلو سره مساوي پای ته ورسیده.
ددواړو لوبډلو لوبغاړو د لوبې پر مهال یو شمیر چانسونه هم له لاسه ورکړل، خو ځینو لوبغاړو ډیره ښه لوبه وکړه، خو د ګول په وهلو بریالي نه شول او لوبه صفر په صفر پای ته ورسیده.
تر دې مخکې افغانستان نیپال ته ماتې ورکړې وه ، خو له فلسطین څخه یې لوبه بایللې وه.
افغانستان ددې سیالیو دنومرو په جدول کې په دریم مقام کې ځای لري.
د ۲۳ کلنو لوبډله به خپله دریمه لوبه دیکشنبې په ورځ له ایران سره ترسره کوي.










