منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۲ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دانش : د لومړۍ درجې هېوادونو راسره د کرکټ سياليو ژمنې کړې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل ( پژواک، ١٦ ورى ٩٤ ) :د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس وايي، چې د نړيوال جام پر مهال يې د کرکټ له لومړۍ درجې هېوادونو سره د لوبو په اړه خبرې کړې او هغوى ورته مثبت ځوابونه ورکړي دي.

د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش دغه څرګندونې پژواک خبري اژانس سره ديوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

هغه په نړيوال جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې ګډون لويه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل چې له دې ګډون سره نه يواځې د افغانستان نوم په نړيوال کچه وپېژندل شو ، بلکې د لوبغاړو تجربې هم زياتې شوې.

د نړيوال جام سياليو پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ د يو شمېر مشرانو د سفر په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې دا سفر ددې لپاره اړين و، چې ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه نړيوال جام کې برخه اخيستې وه.

ده زياته کړه : (( زموږ لوبغاړو په دومره لوړه کچه سياليو کې تجربه نه لرله، له قوانينو او اصولو سره هم ډېر بلد نه و، نو ځکه موږ ولاړو، څو لوبغاړي يا د لوبډلې نور مسوولين د کرکټ د نړيوالې شورا د قوانينو خلاف کوم کار ونه کړي.))

دانش وايي چې د نړيوال جام سياليو پر مهال يې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکو هېوادونو له ګڼ شمېر مشرانو سره   ګټورې خبرې کړې دي او هغوى ورته مثبت ځوابونه ورکړي دي.

د هغه په وينا، دغو هېوادونو ته يې قناعت ورکړ او هغوى يې دې ته اماده کړل، چې په خپلو هېوادونو کې له افغانستان سره د کرکټ لوبې ترسره کړي.

د کرکټ بورډ عمومي رييس وايي چې لومړى يې ليدنه د هندوستان د کرکټ ادارې له چارواکو وه او هغوى ورسره ژمنه کړې چې د ٢٠١٦ کال په جنورۍ مياشت کې له افغانستان سره دوه يو ورځنۍ نړيوالې لوبې وکړي.

د دانش په وينا، دغه راز  د اسټراليا، بنګله دېش، او نيوزيلينډ هېوادونو د کرکټ له مسوولينو سره يې هم ګټورې خبرې وکړې.

دى وايي چې په بنګله دېش کې له ١٩ کلنو نړيوال جام مخکې په همدې هېواد کې له اسټراليا سره د لوبو ترسره کولو پر پلان هم کار روان دى.

هغه زياته کړه، چې نيوزيلينډ ورسره منلې، چې  الف لوبډله يې په متحده عربي  اماراتو کې له افغانستان سره يو ورځنۍ او څلور ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

دانش وايي، چې له پاکستان سره يې هم پر يوه څلور کلن پلان خبرې پيل کړي او هغوى ته يې هوکړه ليک استولى دى.

د نوموړي په وينا، په نړيواله کچه د کرکټ د پرمختګ په اړه يو شمېر نور زيري هم لري، خو چې کله وروستۍ پرېکړه وشي، نو له مينه والو سره به يې شريک کړي.

د کرکټ بورډ عمومي رييس دغه راز وويل چې له يوه افغاني شرکت سره يې خبرې روانې دي او ډېر ژر به دغه شرکت له کرکټ بورډ سره د دوه ميليونه امريکايي ډالرو تړون لاسليک کړي.

دانش دغه تړون مهم وباله او زياته يې کړه، چې له دې سره به د افغانستان کورنى کرکټ ډېره وده او پرمختګ وکړي.

نوموړي وويل چې تر نړيوال جام سياليو مخکې يې په دوبۍ کې د کرکټ د نړيوالې شورا له يو شمېر مهمو چارواکو سره دافغانستان د کرکټ د پرمختګ په اړه ګټورې خبرې کړې دي.

ده زياته کړه : (( که چېرې زموږ امکانات زيات شي او په نړيواله کچه د سياليو زيات چانسونه راکړل شي نو افغانستان به نړۍ ته وښيي چې دلته استعدادونه ډېر دي.))

د کرکټ بورډ رييس وويل چې د (ټېن کرکټ) په نامه يوه نړيوال تلوېزيوني چينل سره يې هم خبرې کړې دي ، چې په راتلونکي کې افغانستان پر دوى د خپلو سياليو حقوق وپلوري او ډېرې پيسې ترلاسه کړي.

دانش په نړيوال جام سياليو کې د افغانستان د ملي لوبډلې پر لوبو ډاډ څرګند کړ او ويې ويل چې ملي لوبډلې له توقع زياته ښه لوبه وکړه.

دى وايي : (( پر افغان لوبډلې ډېر لوى فشار و ، ځکه چې د لومړي ځل لپاره په نړيوال جام کې يې برخه اخيستې وه، خو لوبغاړي فشار ته تسليم نه شول.))

د هغه په وينا، د نړيوال جام پر مهال د کرکټ لوبې مبصرينو او ماهرينو د افغان لوبغاړو د وړتياوو ستاينې وکړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې