منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۰ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ستانکزى : د کرکټ پر درې کلن او لس کلن پلان کار روان دى

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کابل ( پژواک، ٥ غويى ٩٤ ) : د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزى وايي چې د لنډمهال  لپاره پر درې کلنې او اوږودمهال لپاره پر لس کلنې ستراتيژۍ کار روان   دى.

شفيق الله ستانکزي له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ٢٠١٣ کال کې کينيا ته په ماتې ورکولو سره نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.

د هغه په وينا، له يادې لوبې وروسته تر اوسه پورې چې افغانستان د کور دننه او په بهر کې له نړيوالو سره څومره لوبې کړې ، د هغې ارزونه کېږي.

ده زياته کړه:((داسې ارزونه کوو، چې زموږ کرکټ اوس په کوم ځاى کې قرار لري، کورنۍ وظيفه مو بشپړه کړې او ډېر ژر به د راتلونکو درېيو کلونو لپاره خپل ستراتيژيک پلان وړاندې کړو.))

د ستانکزي په وينا، ددې پلان له مخې په لنډمهاله توګه د ټسټ يا پنځه ورځني کرکټ دريځ خپلول او د ٢٠١٩ کال نړيوال جام ته لاره موندل دي.

دى وايي : (( دغه اهداف مشکل دي، خو ناممکنه نه دي او موږ يې د ترلاسه کولو لپاره خپل ټول توان په کار اچوو.))

د افغانستان کرکټ بورډ  اجراييوي رييس وويل چې د افغانستان کرکټ ته د لومړۍ درجې دريځ ترلاسه کولو لپاره يې هلې ځلې په کاري لومړيتوبونو کې دى.

هغه زياته کړه چې افغانستان اوسمهال د کرکټ د نړيوالې شورا د دويمې درجې (اېسو سي اېټ) غړيتوب لري.

نوموړى وايي چې د لومړۍ درجې دريځ ترلاسه کولو لپاره ډېر کارونه په کار دي، ملي او د ځوانانو لوبډلې بايد په نړيوالو سياليو کې ښې لاسته راوړنې ولري، پياوړو لوبډلو سره ښې سيالۍ ترسره کړي او په هېواد کې کورنى کرکټ ډېره وده وکړي.

د هغه په وينا، د اوږود مهال لپاره د دغو کارونو ترسره کولو په موخه پر لس کلن پلان کار پيل کړى  او د لومړۍ درجې دريځ ترلاسه کولو لپاره يې هلې ځلې د دې پلان په سر کې دي.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس وايي، د دغه پلان له مخې په هېواد کې په نړيواله کچه د کرکټ د نورو لوبغالو جوړول، ملي او ځوانو لوبغاړو ته په نورو هېوادونو کې روزنيز پروګرامونه په لاره اچول او دوى ته د نورو نړيوالو روزونکو ګومارل شامل دي.

ستانکزي د افغانستان د کرکټ د راتلونکي په اړه وويل چې دوى ٤٠ تنه هغه لوبغاړي په ګوته کړي چې په ملي او نړيوالو سياليو کې يې له ځانه ښه وړتيا ښودلې ده.

د هغه په وينا، له دوى څخه به درې لوبډلې جوړوي چې په خپلو کې به سيالۍ کوي او د اړتيا پر مهال به يې لوبغاړي په ملي لوبډلو کې شاملېږي .

نوموړي زياته کړه، چې د ١٩ کلنو د ملي لوبډلې د ظرفيت لوړولو لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي او دغه راز د ١٨ کلنو لوبډلې لپاره يې ملي سيالۍ په لاره اچولې وې.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس د کرکټ د نړيوالې شورا ( اى سي سي) له خوا افغانستان ته د اېف ټي پي دريځ ورکول لويه لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه، چې ددې دريځ له مخې به اى سي سي افغانستان ته  زياته  کلنۍ بوديجه ورکوي او نړيوالې سيالۍ به هم برابروي.

د ستانکزي په وينا، که څه هم تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو په نږدې راتلونکي کې د کرکټ د نړيوالې شورا په غونډه کې به افغانستان ته د راتلونکو څلورو کلونو د نړيوالو سياليو مهالوېش په ګوته کړي.

نوموړي وويل ، افغانستان په دې هڅه کې دى چې خپلې د کوربه توب لوبې د متحده عربي اماراتو پر ځاى په هندوستان کې ترسره کړي.

ټاکل شوې ده، چې ولسمشر اشرف غني د غويي په اومه نېټه هندوستان ته سفر وکړي، شفيق ستانکزى وايي چې دوى له ولسمشر څخه غوښتي چې له هندي چارواکو سره دغه غوښتنه شريکه کړي.

د هغه په وينا، په هندوستان کې کرکټ ډېر پرمختګ کړى، هلته د کرکټ ډېر لوبغالي شته او په اقتصادي کچه هم دغه هېواد د افغانستان لپاره ګټور تمامېږي.

ستانکزي وويل چې په هېواد کې دننه د کورني کرکټ د ودې لپاره يې ډېر کارونه پيل کړي  او په سر کې يې د کابل د نړيوال لوبغالي ترميم او بيارغونه ده، چې اوس يې هم کار روان دى.

هغه زياته کړه چې همدا اوس په هېواد کې په نړيوال معيار برابر دوه لوبغالي شته، په خوست، کندهار او کندوز ولايتونو کې پر نورو لوبغالو کار روان دى.

نوموړى وايي، په پلان کې لري چې د هېواد په شمال کې کرکټ ته ډېره وده ورکړي او په دې برخه کې په بغلان، بدخشان، بلخ او ځينو نورو ولايتونو کې هم د کرکټ د اکاډميو او وړو لوبغالو د جوړولو چارې همدا اوس روانې دي.

شفيق الله ستانکزي د ملي لوبډلې د نوي کپتان په اړه وويل چې هغه ته تر پخوانيو ډېر واک او صلاحيتونه ورکړي  ، څو وکړاى شي ښې لاسته راوړنې ولري.

ملي لوبغاړى اصغر ستانکزى څو ورځې مخکې د پخواني کپتان محمد نبي عيسى پر ځاى د نوي کپتان په توګه وټاکل شو.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس وويل چې نبي ورسره ديوه شخصي دوست په توګه مشوره کړې وه او ده ورته ويلي و ، چې که استعفى ورکړي، نو په ګټه به يې وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې