کابل ( پژواک، ۲۵ زمری ۹۴ ) : په هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو په موخه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او يونيسف ترمنځ دوه کلن تړون لاسليک شو.
دغه تړون د زمري په ۲۵مه، د افغانستان کرکټ په دفتر کې د يونيسف د استازي بلاجي او دافغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس نسيم الله دانش ترمنځ لاسليک شو.
نسيم الله دانش پر تړون له لاسليک وروسته خبري غونډې ته وويل چې د دې دوه کلن تړون له مخې به يونيسف د افغانستان کرکټ بورډ مالي ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه، چې په ځانګړې توګه به يونيسف د هېواد د تر ټولو لوی ملي سياليو ( شپږيزې) چې ټاکل شوې ده، څو مياشتې وروسته په کابل کې پيل شي، مالي مرسته کوي.
نوموړي وويل چې دافغانستان د کرکټ د ملی لوبډلې لوبغاړي به د پوليو يا ګوزڼ د له منځه وړلو په اعلانونو او په دې برخه کې نورو ټولنيزو فعاليتونو کې ونډه اخلي.
دانش دغه راز زياته کړه، چې د شپږيزو سياليو پر مهال به د لوبغاړو پر جامو د يونيسف لوګو او د پوليو پر ضد پيغامونه ليکل کيږي.
ده وويل : (( دافغانستان کرکټ بورډ اداره به له قرارداد څخه زيات د پوليو په له منځه وړلو کې له يونيسف سره همکاري کوي، ځکه چې دا يوه ملي موضوع ده.))
په افغانستان کې د يونيسف ادارې استازي بلاجي وويل چې کرکټ يو له هغو لوبو څخه چې په افغانستان کې تر ټولو زيات مينه وال لري او لوبډله په نړيوالو لوبو کې ښه ځليدلې ده.
هغه زياته کړه، چې پوليو يا ګوزڼ يو وژونکي وايروس دی او د دوی پر ضد مبارزه کې د کرکټ لوبغاړي مهم رول لوبولی شي.
د بلاجي په وينا، يونيسف له ۱۹۹۴ کال راهيسې په افغانستان کې د پوليو پر ضد مبارزه پيل کړې ده او په دې برخه کې به خپلو فعاليونو ته ادامه ورکوي.
دی وايي چې اوسمهال په افغانستان کې اوه ماشومان پر پوليو اخته دي او دا ناروغي يواځې په پاکستان او افغانستان کې پاتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د ګوزڼ ضد واکسين خزاني کمپاين پيل شو.










