منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۶ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

رضا خان کاکا رسماً د کرکټ بابا شو

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۷۵ کتنې

کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): رضا خان کاکا چې د افغانستان کرکټ بورډ له خوا ورته د کرکټ د بابا لقب ورکړل شوى، وايي چې له کرکټ سره د مينې له امله لکونه افغانۍ قرضدار شوى دى.

رضا خان کاکا د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکى او په قوم منګل دى.

هغه له تېرو دوولسو کلونو راهيسې په متحده عربي اماراتو کې مېشت دى، هلته خپله خواري مزدوري کوي او خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي.

له کله راهيسې چې د افغانستان د کرکـټ ملي لوبـډله په متحده عربي اماراتو کې لوبې پيل کړې دي، نو رضا خان کاکا له ملي جامو او د هېواد له ملي بيرغ سره هرې لوبې ته ورځي او خپل ملي لوبغاړي تشويقوي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال رضاخان کاکا ته د (کرکټ د بابا) د لقب ورکولو اعلان وکړ.

هغه زياته کړه چې رضا خان کاکا نه يواځې په متحده عربي اماراتو کې، بلکې په هېواد کې دننه د کورنيو سياليو پر مهال هم د لوبغاړو د تشويق لپاره لوبغالو ته ورځي.

دانش وايي: ((د رضاخان کاکا ملي احساس د ستاينې وړ دى، هغه تل له ځان سره ملي بيرغ ګرځوي .))

د کرکـټ بورډ عمومي رييس وويل چې دوى به له دې وروسته له هېواده بهر د ملي لوبډلې په بهرنيو سياليو کې هم رضا خان کاکا ته دا چانس برابروي چې له ملي لوبډلې سره ولاړ شي.

رضا خان کاکا چې اوس يې د  کرکت بابا لقب خپل کړى  له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې پخوا يې په تلويزيونونو کې د نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان کرکټ لوبې ليدلې، په متحده عربي اماراتو کې مېشتو پاکستانيانو به د خپلې لوبـډلې د تشويق لپاره ميدانونو ته له خپلو ملي بيرغونو  سره تلل او خپل لوبغاړي به يې تشويقول.

هغه زياتوي: (( زما په زړه کې به تېرېدل چې خداى به کله د افغانستان لوبډله هم راولي چې زه هم له ملي بيرغ سره لوبغالي ته ولاړ شم او خپل ملي لوبغاړي تشويق کړم.))

د نوموړي په وينا، کله چې خبر شو افغانستان ملي لوبـډله اماراتو ته راځي  نو ډېر خوشحاله و  او د هغوى لاره يې څارله .

رضا خان کاکا وايي: ((په لومړيو کلونو کې راسره موټر نه و، خو د فتح محمد په نامه زما يوه ملګري په خپل موټر کې تر لوبغالي پورې په خپل موټر کې بيولم او بيا يې بېرته هم راوستم، هغه چې کرکټ او ملي لوبـډلې سره زما مينه وليده نو زه يې ډېر وهڅولم او ما سره يې هر ډول مرسته کوله.))

هغه زياتوي، د هېواد له کرکټ سره يې مينه ورځ په ورځ زياتېده تر دې پورې چې کله به د افغانستان لوبه وه، نو کار به يې پرېښود او د کرکټ نندارې ته به ناست و.

دى وايي: ((هغه ورځ مې هېڅ نه هېريږي، کله چې په اماراتو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ لوبه وه، په هر شاټ مې ملي بيرغ رپولو او زه ورسره من من غټېدم، په هغې ورځ ما د خپلې خوښۍ احساس نه شو بيانولى چې زه څومره خوښ وم.))

رضا خان کاکا وايي چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجې ښارونو ته يې د افغانستان د لوبو د ليدلو په موخه سفرونه کړي دي.

د هغه په وينا، تر اوسه د کرکټ د شوق او مينې له امله لکونه افغانۍ قرضدارى شوى دى، خو زياتوي چې دوه زامن يې کار کوي او د کور لګښتونه برابروي.

نوموړي د ليکوال او ژورنالېست مطيع الله عابد څخه مننه کوي چې په بنګله دېش کې د کرکت د نړيوال شل اووريز نړيوال جام سياليو ته د تګ په موخه ورته د ټکټ پيسې لېږلې وې، خو زياتوي چې د وخت د کموالي له امله يې ويزه ترلاسه نه کړه.

دغه راز هغه وايي چې دوه درې نورو کسانو هم ورسره مرستې کړې دي.

رضا خان کاکا وايي چې دا يې لوى ارمان دى چې افغانستان يوه ورځ وکولى شي د کرکټ نړيوال جام وګټي.

دى وايي چې د افغانستان کرکټ له برکته يې ډېر شهرت ترلاسه کړى دى، رسنيو ورسره ډېرې مرکې کړې دي او په تلويزيونونو کې هم ښودل شوى دى.

ده زياته کړه: ((په متحده عربي اماراتو کې چې هر چېرته ځم، نو خلک مې ډېر تشويقوي او عکسونه راسره اخلي ، زه پر دې وياړم چې د خپلې ملي لوبډلې له برکته مشهور شوى يم.

ليکوال ، ژورنالېست او د کرکټ مبصر مطيع الله عابد د افغانستان کرکټ ستاينه کوي چې رضا خان کاکا ته يې د (کرکټ بابا) لقب ورکړى دى.

هغه له کرکټ بورډ څخه وغوښتل چې رضا خان کاکا د افغانستان له ملي لوبډلې سره يو ځاى بهرنيو سفرونو ته ولېږي.