منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۴ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

کابل ( پژواک، ١٤ وږى ٩٤ ) : د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ ملي لوبډله د اسيا غوره ليګ سياليو د اتلولۍ له ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه.

د اسيا د غوره ليګ سيالي د شپـږو هېوادونو په ګډون سره د ماليزيا په پلازمېنه کواللمپور کې پيل شوې وه او د تېرې پنجشنبې په ورځ دافغانستان په اتلولۍ پاى ته ورسېده.

د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډلې په دې سياليو کې خپلو پنځو سيالانو ته ماتې ورکړه او په برياليتوب سره يې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه.

د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډله نن د وږي په ١٤مه، په داسې حال کې د کابل د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته ورسېده، چې د افغانستان کرکټ بورډ د مرستيال حاجي عزيز الله فضلي او يو شمېر نورو چارواکو له خوا يې هرکلى وشو.

د ١٩ کلنو ملي لوبډلې روزونکي دولت خان احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځوانو لوبغاړو په دې سياليو کې له ځانه ښه وړتيا وښوده او خپل ټول سيالان يې مات کړل.

هغه په ځانګړې توګه د حضرت الله ستاينه وکړه، چې په ټولو لوبو کې يې ښې منډې جوړې کړې او ددې سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو.

دولت احمدزي د ١٩ کلنو ملي لوبـډله دهېواد د ملي لوبډلې لپاره د ملاتېر وباله او زياته يې کړه، چې له دې لوبډلې څخه تل پياوړو لوبغاړو ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریيس شفيق الله ستانکزي د ۱۹ کلنو لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او دوی ته یی په راتلونکې د همدا ډول بریاوو غوښتنه وکړه.

ستانکزي په دې بریا کې د هر لوبغاړي هلې ځلې د ستایلو وړ وبللې او زیاته یی کړه چی په راتلونکې کې به د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته د هندوستان او سریلانکا لوبډلو سره د لوبو کولو زمینه برابره کړي او په نړیوال جام کې د ګډون په موخه به دوى ته د لا ښو تمريناتو زمينه برابروي.

د افغانستان کرکټ بورډ مرستيال حاجي عزيز الله فضلي د  ١٩ کلنو ملي لوبډلې د لاسته راوړنو ستاينه وکړه او ويې ويل چې دوى يو ځل بيا ثابته کړه‌، چې د افغانستان کرکټ روښانه راتلونکى لري.

هغه زياته کړه، چې دافغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبـډلې ترڅنګ پر ځوانو لوبغاړو او لوبډلو هم ښه پانګونه کوي ترڅو دوى په راتلونکي کې د ملي لوبډلې د پياوړتيا لامل شي.