منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:15 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
بيارغونهغړي

د فرخار د تګاب چپې درې خلک له لارو له خرابوالي شکايت کوي

· 2 دقیقې لوستل · 81 کتنې

تالقان (پژواک، ۳تله ٩٤): د تخار د فرخار ولسوالۍ د تګاب چپې درې اوسېدونکي وايي چې د سړک د خرابوالي له امله نه شي کولاى ناروغان پر وخت روغتون ته ورسوي نو ځکه ډېرى يې د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د فرخار ولسوالۍ د تګاب چپې درې په سيمه کې اردیشان، پسیچ، پیاني، سینګان، پشه یان او خرماب کلي موقعيت لري.

د خرماب کلي قومي مشر عبدالاول پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې سيمې او فرخار ولسوالۍ ترمنځ غځېدلى سړک ډېر خراب دى.

هغه وايي چې په دې لاره موټر نه شي تللى؛ نو ځکه دوى خپل ناروغان په په اس او مرکبو د فرخار روغتیايي مرکز ته رسوي.

نوموړی وايي: ((د فرخار تر روغتیايي مرکزه پورې پنځه ساعته پياده ځو، په خرو او اسونو خپل ناروغان تر روغتیايي مرکزونو رسوو، ډېری ناروغان مو په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، ان یو شمېر مېرمنې د لارې په اوږدو کې زېږون کړى، د همدې ستونزې له امله هر کال په لسګونو مېرمنې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.))

د اردیشان کلي اوسېدونکي سعدالله پژواک ته وويل، دغه سړک دوه کاله مخکې د ملي پیوستون پروګرام له لوري ورغول شو، خو په پسرلي کې د سېلابونو له امله بېرته ویجاړ شو.

دى وايي:  ((له دغه کلي څخه تر فرخاره پورې دوه ساعته لار ده، د اړتیا په وخت کې خو لومړی موټر نه ځي او که ولاړ هم شي بیا درې زره افغانۍ غواړي، زموږ کلیوال بېوزلي دي دا پيسې نه شي ورکولاى.))

ده وويل چې په دې سيمه کې د مېوو ګڼ باغونه شتون لري خو د سړک د خرابوالي له امله بڼوال نه شي کولاى پر وخت خپل حاصلات بازار ته ورسوي.

د يادو سيمو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د تخار د کلیو او پراختیا مشر راز محمد فیض پژواک ته وويل چې د ياد سړک د جوړونې په موخه يې له نړيوالې ټولنې سره خبرې کړې دي.

هغه وايي چې ډېر ژر به د ياد سړک د رغونې چارې پيل کړي.

ده وويل: ((د فرخار له مرکزه تر سینګان کلي پورې د دغه سړک د جوړولو چارې چې ۱۵ کیلومتره دی انشاالله ډېر ژر پیلېږي او له سینګان څخه د خرماب تر اخره پورې سړک چې ۶ نیم کیلومتره واټن لري، پروژه د رقابت په حال کې دی، د هغې چارې هم پيلېږي.))

نوموړی وايي چې د دغه سړک په اوږدو کې به پلونه، پلګوټې، استنادي دېوالونه او پخې ویالې هم جوړې شي.

فيض وايي، په پام کې لري چې د تګاب چپې درې اوسېدونکو لپاره د برېښنا واړه او د څښاک اوبو  بندونه هم جوړ کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

زلمی ځيرک
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه
بيارغونه

د افغانستان او د سیمې د څلورو هېوادونو چارواکو د «کاسا» اوسپنې پتلۍ پروژې په اړه خبرې کړې

بيارغونه

هرات کې د ټاپي د فرعي ګاز نل‌لیکې مسیر او د وېش شبکو ساحې تثبیت شوې

بيارغونه

غور کې د «منار جام» څنګ ته د پلي تګ راتګ لپاره نوی پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

بيارغونه

په پنجشېر کې د اوبو د ۱۰ بندونو جوړولو او برېښنا تولید سروې پیل شوه

بيارغونه

د کابل سیند پاکولو په موخه د رسوباتو کچې معلومولو سروې پیل شوه

بيارغونه

له واخان څخه د چین تر پولې سړک پرانیستل شو؛ چارواکو پر اقتصادي پراختیا او امنیت ټینګار وکړ

بيارغونه

د غزني مرکز کې د کابل – کندهار غځېدلې لویې لارې د ۱۳ کیلومتره برخې پراخولو چارې پیل شوې

بيارغونه

د دایکنډي په اشترلي کې د نږدې ۱۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو پل جوړېږي