کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٤): د بې پولې ډاکټرانو نړيوال تنظيم وايي، څو چې د امريکا او افغان حکومت له خوا ورته د امنيتي خونديتوب پوره ډاډ ورنه کړل شي، دوى بيا په کندوز کې فعاليت نه پيلوي.
امريکا وايي چې هوايي ځواک د افغان حکومت په غوښتنه د روان لمريز کال د تلې په ١٢مه په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هوايي بريد کړى و چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او ياد روغتون په بشپړه توګه ويجاړ شو.
په افغانستان کې د ياد تنظيم مشر ګيليم موليني د تلې په ٢٦مه په کابل کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياده پېښه کې د يو شمېر ډاکټرانو او نرسانو په ګډون يې ١٢ کارکوونکي ووژل شول او ٣٧ نور ژوبل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه راز په دغه بريد کې ١٠ ناروغان هم چې د کندوز له جګړو ورته راوړل شوي وو، وژل شوي دي.
ګيليم موليني وايي چې اوس هم د دوى د روغتون دوه کارکوونکي ورک او د ٩ ناروغانو په اړه چې د دوى په روغتون کې تر درملنې لاندې وو، هم معلومات نه لري.
نوموړي له اړوندو کورنيو او د هغوى له دوستانو خپلوانو وغوښتل چې که د دوى په اړه معلومات لري ورسره شريک دې يې کړي.
ده زياته کړه: ((د يادې پېښې د قربانيانو، ټپيانو او ورک شوو کسانو له کورنيو سره په پرله پسې توګه په اړيکه کې يو.))
خو په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو مشر وويل چې دوى د پېښې د قربانيانو لېست تر بشپړو پلټنو مخکې نه شي خپرولى.
هغه د روغتون د فعاليت د بيا پيلولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دمګړۍ دوى کوم داسې پلان او اراده نه لري.
د موليني په وينا، څو پورې چې د دوى د کارکوونکو او روغتون د امنيت ډاډ ورنه کړل شي، دوى هلته کار نه شي پيلولى.
ده زياته کړه: ((موږ د امريکا او افغان حکومت له خوا ډاډ نه دى ترلاسه کړى.))
دا چې په ياد روغتون کې دوى ته څومره مالي زيان اوښتى، د بې پولې ډاکټرانو تنظيم د افغانستان څانګې مسوول وويل چې تر اوسه دوى په دې اړه کومه ارزونه نه ده کړې.
خو موليني وويل چې روغتون په بشپړه توګه ويجاړ شوى، هېڅ ځاى په کې روغ نه دى پاتې.
د يادونې ده، امريکا د يادې پېښې قربانيانو ته د مالي تاوان او د روغتون د بيا جوړېدو اعلان کړى.
خو د بې پولې ډاکټرانو تنظيم د افغانستان څانګې مسوول وايي چې دوى په دې اړه د رسنيو له لارې معلومات ترلاسه کړى، د امريکا له خوا ورته په رسمي توګه څه نه دي ويل شوي.
نوموړي تر بريد مخکې د بريد پر مهال او تر هغې وروسته په ياد روغتون کې د کوم پاکستاني وګړي يا وسله والو شتون يو ځل بيا په کلکه رد کړ.
امريکايي رسنۍ څو ورځې مخکې ويلي وو چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) اړوند يو تن په ياد روغتون کې و او د طالبانو فعاليتونه يې تنظيمول.
موليني وايي چې د کندوز تر پېښې وروسته دوى په نورو سيمو کې هم د خپلو دفترونو او کارکوونکو پر امنيت اندېښمن شوي دي.
هغه وايي چې دوى د کابل په څو ساحو، هلمند او خوست ولايتونو کې هم روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.
د نوموړي په وينا، څو پورې چې امريکا او افغان حکومت ورته بشپړ امنيتي ډاډ ورنه کړي، دوى بيا په کندوز فعاليت نه پيلوي.
امريکا پر يادې پېښې بښنه غوښتې وه، خو د بې پولې ډاکټرانو تنظيم د افغانستان څانګې مسوول موليني وايي چې يواځې بښنه کفايت نه کوي.
هغه زياته کړه: ((موږ بايد پوه شو چې دا پېښه ولې رامنځته شوې، د بيا نه ترسره کېدو ډاډ راکړل شي او بايد ازادې او خپلواکې نړيوالې پلټنې يې ترسره شي.))
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










