کابل (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون يوه ډاکټر چې له هوايي بمبار څخه روغ وتلى وايي: ((د بمبار پر مهال هر لوري ته د ډاکترانو، نرسانو او ټپيانو جسدونه پراته وو، موږ ورته کتل، خو پورته کولى مو نه شواى.))
دغه څرګندونې د کندوز د ياد روغتون له پېښې ژوندي پاتې شوي کار کوونکي ډاکټر سيد حامد هاشمي د تلې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وکړې.
امريکا وايي چې د افغان حکومت په غوښتنه يې هوايي ځواک د روان لمريز کال د تلې په ١٢مه په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بريد وکړ چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او ياد روغتون په بشپړه توګه ويجاړ شو.
په افغانستان کې د ياد تنظيم مشر ګيليم موليني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياده پېښه کې د يو شمېر ډاکټرانو او نرسانو په ګډون يې ١٢ کارکوونکي ووژل شول او ٣٧ نور ژوبل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه راز په دغه بريد کې ١٠ ناروغان هم چې د کندوز له جګړو ورته راوړل شوي وو، وژل شوي دي.
ګيليم موليني وايي چې اوس هم د دوى د روغتون دوه کارکوونکي ورک او د ٩ ناروغانو په اړه چې د دوى په روغتون کې تر درملنې لاندې وو، هم معلومات نه لري.
ډاکټر هاشمي چې د هوايي بمبار په شپه يې په ياد روغتون کې دنده ترسره کوله وايي: ((په بهر کې مې لوړې زده کړې، د خپل کندوزي ولس د خدمت په موخه راغلى وم او په دغه روغتون کې مې درى مياشتې مخکې دنده پيل کړه.))
هغه زياتوي، د شپې تر يوې بجې وروسته يو شمېر بهرني او کورني ډاکټران په عمليات خونه کې د کندوز د جګړې د ټپيانو پر جراحۍ بوخت وو چې ناڅاپه يوه قوي چاودنه وشوه.
دى وايي: ((موږ فکر وکړ چې د تېروتنې له امله چا پر روغتون بريد کړى، خو وروسته دغه بريدونه او چاودنې زياتې شوې او ورسره د روغتون برېښنا پرې شوه، د عمليات خونې المارۍ، کړکۍ او دروازې وغورځېدې او چت يې هم زيانمن شو.))
د ډاکټر هاشمي په وينا، دوى نږدې بلې خونې ته پناه يوړه، هلته هم نږدې چاودنې وشوې او بمونه وغورځېدل، هر لوري ته اور بل و او لوګي پورته ختل.
ده زياته کړه: ((دومره بد حالت و چې موږ پرېکړه نه شواى کولى چې څه وکړو، څو دقيقې وروسته د يوه تاکاو لوري ته مو منډه کړه، تاکاو ته لاره د بېړنۍ څانګې دهلېز ته ورسېدو، هلته ځينې ملګري تاکاو لوري ته ولاړل او ځينې نور نورو خونو لوري ته او دې سره د روغتون کارکوونکي سره جلا شول.))
د هغه په وينا، دوى پر يوه بل غږونه کول او د يوه بل احوال يې اخيست، خو چې څو بمونه نور وغورځېدل، نو د يو لوري غږونه بند شول او دوى پوه شول چې هغه له منځه تللي دي.
په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو د نړيوال تنظيم د دغه روغتون کارکوونکى ډاکټر هاشمي وايي، څو دقيقې وروسته له تاکاو څخه ووتل او د روغتون د ودانۍ تر څنګ يوه ژوره کنده کې پټ شول، خو هلته دومره زيات دودونه او د اور لمبې راغلې چې دوى له هغه ځايه هم تېښته وکړه.
نوموړى وايي چې تر ٤٠ دقيقو وروسته هوايي بمبار ودرېد، دوى بېرته د روغتون پر لور ولاړ، د ودانۍ په يوه برخه کې اور لګېدلى و او لوخړې يې د اسمان لور ته پورته کېدې.
هاشمي زياتوي، په څو نورو خونو کې چې اور نه و، هلته يې ځيني ټپيان راټول کړل او د ډاکټرۍ سپينه چپنه يې ټوټې ټوټې کړې او د ټپيانو ټپونه يې پرې پانسمان کړل.
هغه وويل: ((کله چې لږ اور کم شو، نورو خونو ته ولاړو، هر لور ته زموږ د ډاکټرانو، نرسانو، ټپيانو او پايوازانو جسدونه پراته وو، د ډېر اور له امله موږ نه شواى کولى چې هغوى پورته کړو يا سختو ټپيانو ته رسيده ګي وکړو، ډېره يوه زړه بوږنوونکې صحنه وه، موږ څو کسان چې ژوندي پاتې وو ټولو ژړل او د خپلو شهيد شوو ملګرو د بې وسۍ د جسدونو ننداره مو کوله.))
د ده په وينا، د سالارزي په نوم يوه ډاکټر چې په بمبار کې ټپي شوى و، د روغتون په پخلنځي کې يې عمليات کړ، خو دا چې ډېره وينه ترې تللې وه، دوى ونه شو کړاى هغه وژغوري.
هاشمي وايي چې بهرنيو ځواکونو لومړى د روغتون بېړنۍ څانګه، بيا د کلکې څارنې څانګه (اى سي يو) تر بريدونو لاندې راوستې او بيا يې نورې برخې بمبار کړې.
دى وايي، تر بمبار وروسته کله چې حالات لږ سم شول، بيا تر ټولو مخکې د کندوز د حوزوي روغتون امبولاسونه راغلل او له دغه روغتون څخه يې اوسني تازه او پخواني د جګړې ټپيان خپل روغتون ته ولېږدول.
د هغه په وينا، ځيني ناروغان او ټپيان د پلخمري او مزارشريف روغتونونو ته هم ولېږدول شول.
امريکايي چارواکو او افغان مسوولينو ويلي چې په ياد روغتون کې وسله وال مخالفين شتون درلود او دوى ته يې ګواښ جوړ کړى و.
خو ډاکټر هاشمي وايي: ((تر هوايي بريد مخکې، د بريد پر مهال او تر بريد وروسته په روغتون کې هېڅ يو وسله وال مخالف يې نه دى ليدلى او نه هم د روغتون په شاوخوا سيمو کې جګړه وه.))
نوموړى زياتوي چې کورنۍ يې د کندوز ښار په يوه خوندي سيمه کې وه، خو دى کابل ته راغى او تېره اوونۍ چې بېرته روغتون ته ولاړ نو يو ويجاړ روغتون يې وليد.
د هغه په وينا، د پېښې پر مهال يې موبايل يې ورک شوى و، کورنۍ يې ورته ډېر زنګونه وهلي وو، خو نه رخ کېده، هغوى سل په سلو کې په دې نتيجه رسېدلي و چې دى مړ شوى.
ډاکټر هاشمي وايي: ((ملګرو او دوستانو مې مور او پلار ته ډېر ويلي وو چې دى ژوندى دى، خو نه يې وه منلې، خو کله چې مې ورسره اړيکه ونيوه، نو هغوى فکر وکړ چې خداى يې زوى ته بل ژوند ورکړ.))
نوموړي زياته کړه چې دوى په روغتون کې د بېوزلو ناروغانو وړيا درملنه کوله، ډېرى کارکوونکي په دغه روغتون کې رضاکاران وو، خو دوى نه پوهېدل چې يوه ورځ به دې ډول برخليک سره مخ کېږي.
د هغه په وينا، د ده په ګډون نور ژوندي پاتې شوي ډاکټر او کارکوونکي د خپل ژوند د امنيت غوښتنه کوي او که چېرې يې امنيت ټينګ شي، دوى حاضر دي چې په دغه روغتون کې يو ځل بيا د خپلو هېوادوالو خدمت ته ودانګي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










