منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان کرکټ بورډ مطيع الله عابد ته ستاينليک ورکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۶ کتنې

کابل ( پژواک، ٥ لړم ٩٤  ) : د افغانستان کرکټ بورډ لخوا ليکوال او ژورنالېست مطيع الله عابد ته ستاينليک ورکړل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امريکا غږ  اشنا راډيو تکړه خبريال او ليکوال مطيع الله عابد له واشنګټن څخه په يوه لنډ سفر کابل ته راغلى و.

هغه زياته کړه، چې نوموړي د افغانستان کرکټ بورډ له ادارې سره د ليدنې پر مهال په اداره کې د وروستيو پرمختګونو ستاينه وکړه او د کابل الکوزي کرکټ نړيوال لوبغالي د بيارغونې له بيلا بېلو کارونو څخه يې وليدل.

عابد د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي، مرستيال اجراييوي رييس دوست محمد نظري او دادارې له نورو مسوولينو وليدل .

هغه په هېواد کې دننه او په نړيواله کچه دافغانستان کرکټ د پرمختګونو ستاينه وکړه او ويې ويل چې دا لاسته راوړنې د پياوړي مديريت له امله ترلاسه شوې دي.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي له کرکټ سره د مطيع الله عابد اړيکه د زړه او باور اړيکه وبلله او نوموړی يې ددغه بهير يو پياوړی خدمتګار وباله.

د امريکا غږ اشنا راډيو خبريال مطيع الله عابد پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ له ادارې څخه مننه وکړه، چې ده ته يې ستاينه وکړه.

هغه زياته کړه، چې دى به په راتلونکي کې هم  د قلم  په وسيله د کرکټ لوبې خدمت ته ادامه ورکوي او هڅه به کوي چې د کرکټ په اړه کره معلومات هېوادوالو او مينه والو ته وړاندې کړي.