منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان زمبابوې ته په شل اووریزه نړیواله لوبه کې ماتې ورکولو سره بل ریکارډ او تاریخ جوړ کړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۳ کتنې

کابل ( پژواک، ۶ لړم ۹۴ ) : دافغانستان کرکټ ملي لوبډله د زمبابوې لوبډلې ته د کرکټ په دویمه شل اووریزه نړیواله لوبه کې ماتې ورکولو سره په دې لوبه کې ریکارډ او تاریخ جوړکړ.

تر دې مخکې افغانستان یادې لوبډلې ته په یوه ورځنیو نړیوالو لوبو کې هم درې پر دوه لوبو ماتې ورکړې وه، افغانستان چې د کرکټ ددویمې درجې غړیتوب لرونکی هیواد دی، د کرکټ د لومړۍ درجې هیواد ته په یوه ورځنیو او شل اووریزو سیالیو کې پرله پسې ماتې ورکړه ، دا د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځلل دی چې ددویمې درجې غړیتوب لرونکی هیواد لومړۍ درجې ته ماتې ورکوی.

دافغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د لړم په ۶ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د وروستۍ شل اووریزې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

د زمبابوی دوه لوبغاړي ژر وسوځیدل ، خو وروسته ویلمیز، موټمبامي او چکمبورا په زړه پورې لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې منډې یې زیاتې کړې، د زمبابوې لوبډله په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۰ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۹۱ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري دولت ځدران، ګلبدین نایب او امیر حمزه د زمبابوې دوه دوه او رشید خان یو لوبغاړی وسوځول.

د ملي لوبډلې لومړنیو لوبغاړو عثمان غني او شهزاد محمدي د یاد لوی هدف ترلاسه کولو په موخه په زړه پورې پیل کړه او دواړو لوبغاړو په ۱۱ اورونو کې دافغانستان منډې نږدې سلو ته ورسولې او افغانستان ته یې یو ښه بنسټ کیښود.

عثمان غني په ۶۵ او شهزاد محمدي په ۲۵ منډو وسوځیدل، ورپسې ګلبدین نایب ډیره په زړه پورې لوبه وکړه او په سختو حالاتو کې یې ۵۶ ارزښتناکې ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

افغانستان یاد هدف په شلم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې په پنځو ویکټو وګټله، دغه راز افغانستان د شل اووریزو لوبو لړۍ هم دوه پر صفر وګټله.

ولسمشر اشرف غني، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، اجراییه رییس ډاکټر عبدالله، پخوانی سلاکار وزیر شهزاده مسعود او ګڼ شمیر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو پر دې بریا ملي لوبډلې او ټولو هیوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.

داه راز د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ټولو هیوادوالو د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې چې د کرکټ نړیوالې شورا لومړی درجه غړیتوب لري،  افغان کرکټ ملي لوبډلې بریا مبارکي وایي. دانش د ملي لوبډلې پیاوړې لوبه وستایله او د نړیوالو یو ورځینیو سیالیو ترڅنګ په شل اوریزو سیالیو کې یې د ملي لوبډلې بریا د کرکټ په تاریخي کې بې ساری ریکارډ وباله.

د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي ټولو هیوادوالو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وایي چې،  ملي لوبغاړو د نړیوالو پاملرنه د ځان په لور د پخوا په پرتله ډیره راجلب کړه.

د هغه په وینا، د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې پر وړاندې د کرکټ په دواړو فارمټونو کې بریا د کار او زیار پایلې دي. ستانکزي، د روزونکې ډلې، کپتان او لوبډلې ښه پلانګزاري او د لوبې په جریان کې له دقت سره کار وستایل.