منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بدني ښکلا اتل له مرګه د ژغورنې لپاره لاسنيوي ته اړ دى

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

کندهار (پژواک، ٦ لړم ٩٤): د بدني ښکلا هغه لوبغاړى چې د کندهار په استازيتوب به يې د بدني ښکلا په نړيوالو سياليو کې برخه اخيسته او د خپل هېواد نوم يې ځلاوه، اوس د مرګ به حالت کز د ناروغۍ پر بستر پروت دى.

دى وايي، هغه مهال چې يې خپل هېواد ته اتلولۍ ګټلې< نوم يې د هر چا پر خوله ګرځېده، خو اوس چې ناروغ شوى، څوک يې ان پوښتنه هم نه کوي.

د بدني ښکلا دغه اتل دا مهال له هېواده لرې د بلوچستان ايالت د کویټې په سېول هسپتال کې په داسې حال کې بستر دى چې دواړو پوښتورګو يې کار پرېيښى او د درملنې وس نه لري.

٣٣ کلن عبدالجبار له هماغه ځايه د ناروغۍ له بستر څخه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، شاوخوا اتلس کلونه کېږي چې د بدني ښکلا ورزش کوي او په هېواد کې دننه او له هېواده بهر يې په ډېرو سياليو کې برخه اخيستې ده.

هغه زياته کړه: ((په ٢٠٠٢ زېږديز کال کې مې په پاکستان کې د بدني ښکلا په سياليو کې برخه واخيسته او دويم مقام مې تر لاسه کړ، په ٢٠٠٩ کال کې د هېواد په کچه د بدني ښکلا په سياليو کې "مسټر افغانستان" شوم، له هغه وروسته مې په هندوستان کې په جوړو شوو سياليو کې برخه واخيسته درېيم مقام مې ترلاسه کړ او بيا تايلېنډ ته لاړم هلته مې د بېلابېلو هېوادونو تر منځ شپږم مقام ترلاسه کړ.))

نوموړى چې سختې ناروغۍ يې غږ ورو کړى وايي، دا هر څه يې د خپل هېواد د نوم د ځلولو لپاره کړي، خو اوس داسې حالت ته را رسېدلى چې د خپلې درملنې وس هم نه لري.

د ده په وينا، دا مهال يې دواړو پښتورګو کار پرېيښى او ډاکترانو ورته ويلي چې که نور پښتورګي ورته پيوند نه شي، نور ژوند نه شي کولاى.

دى زياتوي، کله چې ورته دا ناروغي پېښه شوه، نو د درملنې لپاره د پاکستان کراچط ښار ته لاړ او هلته يې په درملنې او معايناتو ١٥٠زره کلدارې ولګېدې، خو دا چې نور يې د پيسو ورکولو توان نه درلود، د کوزټې په سېول هسپتال کې يې ځان بستر کړ.

 

دغه ورزشکار وويل: ((زما پښتورګو يو مخ کار پرېيښى، ډاکټرانو راته يو ډول ماشين نصب کړى چې وينه مې صافوي، خو هغوى وايي چې که تا ته نور پښتورګي پيوند نه شي، نو ته نور ژوند نه شي کولاى.))

دى وايي چې د پښتوروګو پر پيوند او درملنې يې شاوخوا ٢٠ لکه افغانۍ لګښت راځي، خو هغه يې د ورکولو توان نه لري.

نوموړي دا هم وويل چې د بدني ښکلا د ورزش پر مهال يې يو ډول پوډر او ګولۍ کارولې، خو شاوخوا پنځه کاله مخکې يې د هغو کارول پرېيښي، دغه ټکي ته په کتو نه شي ويلاى چې پښتورګي يې د هماغو پوډرو او ګوليو له امله دغه حالت ته ورسېدل او که کوم بل لامل دى؟

 

خو دى وايي: ((هر څه چې وي ما د خپل هېواد او خلکو لپاره ځان خوږ کړى او هغوى ته مې اتلولۍ ګټلې، په کار ده چې حکومت زما د درملنې غم وخوري او په دې بې وسۍ کې مې د مرګ خولې ته ور نه کړي.))

 

د ياد ورزشکار ورور عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وايي، ورور يې سخت ناروغ دى او د درملنې لپاره يې ډېرو پيسو ته اړتيا ده، خو هغوى يې د ورکولو توان نه لري.

 

هغه پژواک ته وويل، که يې د ورور د درملنې غم و نه خوړل شي، نو له لاسه به يې ورکړي.

 

نوموړي له حکومت او د کندهار له شتمنو وغوښتل چې د ورور په درملنه کې يې لاسنيوى وکړي او خپل دا اتل له مرګه وژغوري.

 

د کندهار د سپورټ امر محمد الله ګلالي پژواک خبري اژانس ته وويل چې عبدالجبار د دې ولايت د بدني ښکلا د ورزشکارانو تر منځ وتلى اتل و، خو له بده مرغه چې هغه اوس سخت ناروغ شوى او دواړو پښتوروګو يې کار پرې ايښى دى.

 

هغه زياته کړه، په خپله د سپورټ امريت د هغه د درملنې لپاره امکانات نه لري، خو هڅه يې کړې ده چې د ټولنيزو رسنيو او له مخامخ ليدنو له لارې ملي سوداګر او نور بااحساسه وګړي وهڅوي چې د هغه لاسنيوى وکړي.

دى وايي، عبدالجبار پښتورګي ته اړتيا لري، چې ډېر زيات لګښت ورباندې راځي.

نوموړي پر حکومت او اړوندو مسوولينو غږ وکړ چې خپل دغه ورزشکار له مرګه وژغوري او د درملنې لپاره يې امکانات برابر کړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې