منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

“د کرکټ د وروستيو بريا ترشا د ملي لوبغاړو د بريا جذبه او روزونکي لاس و”

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

کابل ( پژواک، ٧ لړم ٩٤ ) : د کرکټ لوبې يو شمېر کارپوهان وايي چې  د زمبابوې پر وړاندې د بريا تر شا د ملي لوبغاړو ولوله، وړتيا او د نوي روزونکي لاس و.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه افريقايي هېواد زمبابوې ته د کرکټ په دويمه شل اووريزه نړيواله لوبه کې هم ماتې ورکړه او د دوو لوبو لړۍ يې دوه پر صفر وګټله او تاريخي ريکارډ يې جوړ کړ .

دا لومړى ځل دى چې د کرکټ د دويمې درجې غړيتوب لرونکي هېواد ( افغانستان) د لومړۍ درجې غړيتوب لرونکي هېواد  ( زمبابوې ) ته ستره ماتې ورکړه.

د کرکټ د چارو کارپوهه او د لوبې روزنيزې موسسې مشر رحيم ګل څاروان وايي چې ملي لوبغاړو دا ځل په خپله لوبه کې يو ډول بدلون راوستى و.

هغه زياته کړه : (( د زمبابوې د سفر پر مهال ځوانو او پخوانيو مشرانو دواړو خپله وړتيا وښوده، ددوى په لوبه کې څرګند بدلون لېدل کېده .))

څاروان په ځانګړې توګه په پخوانيو لوبغاړو کې د محمد نبي عيسى خېل، شهزاد محمدي او په ځوانو لوبغاړو کې د عثمان غني، ګلبدين نايب او نجيب ځدراڼ يادونه وکړه.

دى وايي چې په دې سياليو کې ددولت ځدراڼ په توپ اچونه کې هم ډېر بدلون راغلى و او تر پخوا يې ډېر ښه او مسلکي بالنګ وکړ.

نوموړي وويل چې د لوبغاړو د لوبې په ښه کېدو کې د نوي روزونکي انضمام الحق هم لوى لاس و او زياتوي چې دده د لارښوونو له امله د نبي عيسى خېل په لوبه کې ښه بدلون راغلى.

د رحيم ګل څاروان په وينا، که چېرې ملي لوبډله همداډول لوبې ته چې د زمبابوې پر وړاندې يې ترسره کړه، دوام ورکړي، نو لرې نه ده چې د لومړۍ درجې غړيتوب لرونکو د نورو هېوادونو لوبډلو ته هم ماتې ورکړي.

د کرکټ لوبې يو بل څارونکى زبيربابکرخېل بيا وايي چې ددې بريا تر شا د لوبغاړو هغه وړتيا وه، چې هغوى په دې سياليو کې له ځانه وښوده.

هغه زياته کړه، چې د لومړي ځل لپاره افغان لوبغاړو او په ځانګړې توګه محمد نبي عيسى خېل او شهزاد محمدي بشپړه مسلکي لوبه وکړه.

بابکرخېل وايي،د افغانستان اوسني حالات سړی مايوسوي او له ډېرو پرمختګونو يې غورځوي، خو افغان کرکټ لوبغاړو يوځل بيا وښوده چې دوی په هر سخت حالت کې د افغانستان د نوم اوچت ساتلو لپاره نه ستړي کېدونکي ګامونه اخلي.

د کرکټ لوبې څارونکى نبي وقار وايي چې افغان لوبغاړو خپله طبيعي وړتيا  په تخنيکي توګه وکاروله او ديوه منظم پلان له مخې يې لوبې ترسره کړې، چې بريا يې هم ترلاسه کړه.

د هغه په وينا، افغان لوبډلې د خپل جرئت ترڅنګ د زمبابوې د لوبډلې خلاف د يو برلاسي او مثبت فکر پر اساس چې د حتمي ګټې فکر ورسره و، لوبه وکړه.

په دې بريا کې د  سر روزونکي انضمام الحق د رول په اړه وقار وايي چې د هغه رول ډېر مثبت او ګټور ثابت شو.

نوموړي زياته کړه، چې د انضمام په راتګ نه يواځې د لوبغاړو توپوهنه ښه شوه، بلکې د هغوى ذهني او رواني چمتووالي لپاره يې هم ډېر کار وکړ او په دواړو برخو کې لوبغاړو له ځانه وړتيا وښوده.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک چې له ملي لوبډلې سره په زمبابوې کې و، وايي چې ددې بريا تر شا د لوبغاړو وړتيا، منظم پلان او د روزونکي لارښوونې وې.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې تر هرې لوبې وړاندې روزونکي له لوبغاړو سره ناستې لرلې او هر لوبغاړي ته يې په ځانګړې توګه د لوبې په اړه لارښوونې ، سپارښتنې کولې او د لوبې لپاره يې يو منظم پلان ورکاوه.

ده زياته کړه : (( دواړو روزونکو هر لوبغاړى په ځانګړي ډول مطالعه کړى و ، د هر يوه مثبت او منفي نقطې يې په ګوته کړې او بيا يې د سمونې هڅه کوله. ))

هوتک وايي چې د افغانستان کرکټ بورډ ملي لوبډله تر رسمي سياليو دوه اوونۍ مخکې زمبابوې ته ولېږله او هلته تمرينات ترسره کول هم پر  لوبډلې او لوبغاړو ډېره ښه مثبته اغېزه وکړه، لوبغاړي د زمبابوې له ميدانونو او هوا سره بلد شول.

د افغانستان سر روزونکي انضمام الحق تر پرونۍ بريا وروسته رسنيو ته ويلي: (( افغانانو د بريا له جذبې او ولولې سره لوبه کوله او همدا يې د بريا راز و.))

د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان د بريا راپورونه د لسګونو نړيوالو رسنيو له خوا هم خپور شوى دى.

د کرکټ نړيوال مبصر او د پخواني پاکستاني لوبغاړي رميز راجه ويلي : (( د کرکټ نړۍ بايد د افغانستان پر لوبډلې ووياړي.))