کابل ( پژواک، ٩ لړم ٩٤ ) : د کرکټ د لومړۍ د رجې دريځ لرونکي هېواد زمبابوې پر وړاندې دافغانستان د ملي لوبډلې تر سرترو بيا وروسته کله، چې ملي اتله لوبډله پرون هېواد ته ستنه شوه، نو زرګونو کسانو يې په ډولونو او اتڼونو هرکلى وکړ.

ملي لوبډلې تر غرمې وروسته په شاوخوا ١٢ بجو د کابل دحامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته ورسېدو، چې د کرکټ بورډ دچارواکو ترڅنګ د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کررزى او ګڼ شمېر نورو چارواکو لخوا يې هم تود هرکلى شو.
.jpg)
د کرکټ زرګونه مينه وال د کابل نړيوال هوايي ته د خپلو ملي اتلانو هرکلي ته راغلي وو او په شعارونو يې بدرګله کول. 
د خلکو ترڅنګ په لسګونو موټرو کې هم مينه وال چې ملي بيرغونه ورسره وو، خپله ملي لوبډله يې تر کابل کرکټ لوبغالي پورې بدرګه کړل.
د کابل له هوايي ډګر څخه تر کرکټ بورډ پورې چې ټول به پنځه کيلو متره نه کېږي، د خلکو او مينه والو د زياتې ګڼې ګوڼې له امله په درېيو ساعتونو کې ملي لوبـډله ورسيدله او په لاره به مينه والو ددوى په پلوى شعارونه ورکول.
د کرکټ ملي اتلان لا په هوايي ډګر کې وو، چې د افغانستان کرکټ بورډ دفتر او کابل کرکټ نړيوال لوبغالي مخې ته زرګونه کسان راټول او د ملي اتلانو دراتګ انتظار يې ويستلو..jpg)
تر اوږده انتظار وروسته ملي لوبډله ورسيده او د کابل د کرکټ نړيوال لوبغالي کې ورسره د هرکلي رسمي مراسم نيول شوي وو، چې د چارواکو ترڅنګ زرګونه مينه وال هم ورته راغلي وو.
.jpg)
د کرکـ ملی اتلان د هرکلی د پروګرام د پيل په مراسمو کې ملي سرود ته په درناوي ولاړ دي.
دافغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د کرکټ د ملي لوبډلې دغه اتلولي په هېواد کې د زلزله ځپلو کورنيو ته ډالۍ کړ او د ملي لوبډلې هر لوبغاړي ته يې پر يادو برياوو درې درې زره امريکايي ډالر انعام اعلان کړ..jpg)
د کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي وويل، ملي لوبډلې داسې ريکارډ جوړ کړ، چې نور څوک يې نه شي ماتولى.
.jpg)
د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي غوڼدې ته وويل چې دوى به د برياوو دې لړۍ ته ادامه ورکوي. 
ملي لوبغاړو لوبغاړو په زمبابوي کې ترلاسه کړې داتلولۍ کپونو سره 

د پروګرام په پاى کې مينه والو اتڼونه وکړل











