منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ د ملي سياليو (شپږيزې) پرانيسته وشوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٤): د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د کرکټ د تر ټولو لويو ملي سياليو (شپږيزې) د پرانيستې مراسم تېره شپه په کابل کې په داسې حال کې ترسره شول چې زرګونه مينه وال يې نندارې ته راغلي وو.

د شپږيزې په نوم د کرکټ شل اووريزې هر کال په هېواد کې ترسره کېږي چې پخوا په کې پنځو لوبـډلو برخه اخيسته، خو دا ځل يې د لوبډلو شمېر شپږ دى.

د سږ کال سياليو ځانګړتيا ده چې د هندوستان او نورو هېوادونو په څېر هره لوبډله ملي سوداګرو او شرکتونو له خوا په امتياز اخيستل شوې دي چې له امله يې کرکټ بورډ ادارې او لوبغاړو ته مالي  ګټه رسېږي.

د دغو سياليو د تېرې شپې د پرانيستې په مراسمو کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، د ملي شورا  غړو، د ولسمشرۍ ماڼۍ او چارو ادارې يو شمېر چارواکو، ملي سوداګرو، د افغانستان کرکټ بورډ مشرتانه او کار کوونکو او زرګونو مينه والو برخه اخيستې وه.

د شپږيزې سيالۍ مراسم له زړه راښکونکې اورلوبې سره چې د کابل ماښام يې رنګين کړ، پيل شول. له اورلوبې وروسته ګډون کوونکې لوبډلې جامې او د سيالۍ جام نندارې ته وړاندې شو.

د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د شپږيزې سياليو په لاره اچول د کورني کرکټ لويه لاسته راوړنه وبلله  او زياته يې کړه چې د نړيوالې کچې تر څنګ کرکټ په ملي کچه هم ډېر پرمختګ کړى دى.

دانش په شپږيزه سيالۍ کې د شپږو لوبډلو ګډون او نوښتونه بې ساري ياد کړل او ويې ويل چې راتلونکی کال به تر دې هم زړه راښکونکي نوښتونه مينه والو ته وړاندې کړي.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي پر مينه والو غږ وکړ چې د شپږيزې ټوله سيالي په خپل ګډون سره توده وساتي.

هغه د دغو مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځل دوى د کابل کرکټ نړيوال لوبغالي کې د بيارغونې ډېر کارونه کړي او د مينه والو لپاره يې په کې څوکۍ ځاى پر ځاى کړې دي.

د نوموړي په وينا، دغه راز دغه ځل به دا سيالۍ د يک تلويزيون له خوا د پخوا په پرتله په ډېر ښه او نړيوال کيفيت کې وړاندې کېږي.

د محمود په نوم د کرکټ يوه مينه وال چې د پرانيستې مراسمو نندارې ته راغلى و، پژواک اژانس ته وويل: ((د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د يوې لوبې د پرانيستې مراسم په دومره ښه او لوړه کچه ترسره کېږي، زه فکر کوم چې په هندوستان کې ناست يم.))

د دغو مراسمو په ترڅ کې د هېواد وتلو سندرغاړو  مېرمن نغمې، فرهاد غفور او ارين خان هم د کرکټ لپاره ځانګړې سندرې واورولې او غونډه د سولې لپاره سره يو شئ په پيغام سره د يوې کوترې په ازادولو سره پاى ته ورسېده.

د شپږيزې سياليو لوبې نن په رسمي توګه پيلېږي، لومړۍ لوبه به د بند امير ښاماران او مس عينک اتلانو لوبـډلو تر منځ ترسره کېږي.

په دې سياليو کې د يادو لوبډلو  تر څنګ د سپين غر زمريان، د امو نهنګان، د بست ساتونکي او د کابل مشعل لوبډلې برخه اخلي.