منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار ٨٢٤ کيلومتره سړکونه جوړولو ته اړتيا لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

کندهار (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٤): د کندهار د ټولګټو چارو رياست مسوولين وايي، په تېرو کلونو کې د کندهار ښار او ولسواليو تر منځ ٤٩٣ کيلومتره سړکونه پاخه شوي، خو لا هم د کندهار ښار او ګڼو ولسواليو تر منځ د ٨٢٤ کيلومتره په اوږدوالي سړکونه خام پاتې دي چې د جوړولو لار څاري.

د ټولګټو چارو رييس انجنير عبدالمحمد احسان پژواک خبري اژانس ته وويل، د کندهار ښار او ١٧ ولسواليو تر منځ ټول ١٣١٧ کيلومتره سړکونه غځېدلي چې ٤٩٣ کيلومتره يې پاخه شوي او ٨٢٤ کيلومتره يې خام دي.

هغه زياته کړه، په پخو شوو لارو کې کندهار- ارغنداب ٣٣ کيلومتره، کندهار- شاوليکوټ ٤٣ کيلومتره، کندهار- سپين بولدک ٩٥ کيلومتره، کندهار- ډنډ ٧ کيلومتره، کندهار- ښار صفا ٥٣ کيلومتره، کندهار- ميوند ٦٠ کيلومتره، کندهار- ارغستان ٨٠ کيلومتره، کندهار- خاکرېز ١٠ کيلومتره، کندهار- پنجوايي ٢١ کيلومتره، کندهار- سوېلي باى پاس ٦ کيلومتره، کندهار- هوايي ډګر ١٦ کيلومتره، ارغنداب- شاوليکوټ ١٧ کيلومتره، ارغنداب- دهله ١٥ کيلومتره، سپين بولدک- وېش ٨ کيلومتره او ډنډ- پنجوايي ٢٩ کيلومتره سړکونه شامل دي.

دى وايي، ياد سړکونه د تېرو ١٤ کلونو په اوږدو کې د دولت او بېلابېلو مرستندويه ادارو په ميليونونه ډالره لګښت رغول شوي، خو ٨٢٤ کيلومتره سړکونه لا هم خام دي.

په خامو لارو کې کندهار- خاکرېز ٥٢ کيلومتره، کندهار- نېش ١٠٥ کيلومتره، کندهار- غورک ٧٧ کيلومتره، کندهار- رېګستان ٢٦٠ کيلومتره، معروف- ارغستان ٦٩ کيلومتره، خاکرېز- نېش ٦٨ کيلومتره، سپين بولدک- ښوراوک ١٠٠ کيلومتره او شاوليکوټ- ميانشين ٩٣ کيلومتره سړکونه شامل دي چې جوړولو ته يې په راتلونکو کلونو کې جدي اړتيا ده.

احسان زياتوي، په کندهار کې د نفوسو زياتوالي، سوداګريزې پرمختيا، امنيت او نورو ته په پام د خامو لارو جوړول په دريو کټګوريو وېشل شوي او تر هر څه وړاندې بايد هغه سړکونه او لارې ورغول شي چې تر نورو ورته اړتيا ډېره ده.

د ده په خبره، د سړکونو د نشتوالي له امله د ګڼو ولسواليو اوسېدونکي له سختو امنيتي، اقتصادي او بېلابېلو نورو ستونزو سره مخامخ دي، که ولسواليو ته غځېدلي خام سړکونه ورغول شي، نو نه يوازې به د سيمو امنيت تر ډېره بريده خوندي شي، بلکې د خلکو په اقتصادي او ټولنيز ژوند کې به هم ژور بدلون راشي.

د ټولګټو چارو رييس وويل، د يادو لارو له ډلې د سپين بولدک- ښورواک ٩٠ کيلومتره سړک، ارغستان- معروف ٦٩ کيلومتره سړک او له هوايي ډګر څخه تر سپين بولدک پورې د يوه بل ٨٠ کيلومتره سړک د جوړولو تخنيکي چارې په دې وروستيو کې بشپړې شوې او تمه ده چې په راتلونکې ١٣٩٥ لمريز کال کې به يې د جوړولو چارې پيل شي.

هغه د کندهار ښار له کابل دوه لارې تر هوايي ډګر پورې د ١٦،٥ کيلومتره سړک د جوړولو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل د دغه سړک د جوړولو چارې دوه کاله مخکې پيل شوې او بايد اوس بشپړې شوې واى، خو د تخنيکي او اقتصادي ستونزو له امله ټکنۍ شوي دي.

دغه سړک د ٧٠ متره بر په لرلو جوړېږي چې پر جوړولو يې ٢،٥ ميليارډه افغانۍ لګښت راځي چې معادل يې ٤٠ ميليونه ډالر کېږي.

احسان د سړکونو ساتنه مهمه چاره وبلله او ويې ويل، هڅه يې کړې له سړکونو سمه ګټه پورته شي او د اړتيا پر مهال د خرابو شوو سړکونو د ترميم چارې هم تر سره کړي چې په خپل دويم سل ورځني پلان کې يې دې کار ته پاملرنه ډېره کړې ده.

هغه زياته کړه، په دې پلان کې د کندهار- ارغنداب سړک ترميم، د کندهار- ارغستان سړک پلچکونه له رسوباتو پاکول، پر لويو لارو د درانه وزن کنټرول او نور شامل دي، څو د سړکونو د ويجاړېدو مخنيوى وشي.

نوموړي د اړوند رياست ستونزې هم يادې کړې او ويې ويل، لومړنۍ ستونزه نا امني ده چې ولسواليو ته يې د غځېدلو سړکونو د جوړولو مخه نيولې، دغه راز رياست د فني او مسلکي انجنيرانو له کمښت سره مخ دى او په تېره څوارلسو کلونو کې ورته پرمختيايي بوديجه هيڅ نه ده ورکړل شوې.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه