کابل (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٤): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې متحده عربي اماراتو ته د افغان لوبغاړو د ويزې ستونزه هواره شوې او ډېر ژر به پاتې لوبغاړي له ملي لوبډلې سره يو ځاى شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرکټ بورډ د هلو ځلو او د حکومت په همکارۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغان لوبغاړو د ويزو ستونزه هواره شوې ده.
د ملي لوبـډلې د لوبغاړو نبي عيسى خېل، دولت ځدراڼ او نجيب الله ځدراڼ د ويزو د ستونزو له امله ونه شو کولى چې تېره مياشت د پي اېن جي هېواد پر وړاندې د انټرکانټنينټال کپ سياليو لوبه کې برخه واخلي.
افغانستان په دې لوبه کې پي اېن جي ته ستره ماتې ورکړې وه.
خو د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وويل چې د يادو لوبغاړو د ويزو ستونزه هواره شوې، دوى ته ويزې ترلاسه شوې او ډېر ژر به د اماراتو پر لور روان شي.
ټاکل شوې چې د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې د مرغومي له ٤مې څخه د افغانستان او زمبابوى کرکټ لوبـډلو تر منځ د يو ورځنيو او شل اووريزو کرکټ سيالو لړۍ پيل شي.
د افغانستان ملي لوبډله لاد مخه د تمريناتو لپاره په شارجه کې ده.










