کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٤): د افغانستان د کرکټ د تېر کال لاسته راوړنې او د ملي لوبډلو برياوې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې وستايل شوې.
دغه مراسم چې تېر ماخوستن په کابل کې نیول شوي وو، په کې د کرکټ بورډ رييس او اداري کار کوونکو، د ښار جوړونې وزير سيد منصور سادات نادري، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي، د ځوانانو چارو مرستيال ډاکتر کمال سادات، د هند مرستيال سفير ويرات سنګ، د پاکستان سفارت مرستيال عاطف، د ولسمشر سلاکارانو، د چارو ادارې مرستيال لوبغاړو او مينه والو برخه اخيستې وه.
د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش په خپله وينا کې تېر ٢٠١٥ کال د افغانستان د کرکټ لپاره له لاسته راوړنو ډک کاله وباله او ويې ويل چې په دغه کال کې ټولو ملي لوبـډلو زياتې لاسته راوړنې او برياوې درلودې.
هغه زياته کړه، افغانستان چې په کرکټ کې د دويمې درجې دريځ لري، وکولى شول چې د لومړۍ درجې دريځ لرونکي هېواد زمبابوې ته د لوبو په څلورو لړيو کې ماتې ورکړي.
د دانش په وينا، د زمبابوې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره افغانستان د کرکټ په دوه سوه کلن تاريخ کې نوى ريکارډ جوړ کړ.
ده زياته کړه: ((فکر نه کوم که دغه ريکارډ څوک مات کړي، خو که مات يې کړي هم، بنسټ يې افغانستان اېښى دى.))
دانش وويل چې په دغه کال کې ملي لوبـډلې، ١٩ کلنې لوبډلې، الف لوبډلې، ١٦ کلنې لوبډلې په نړيوالو سياليو کې ښې لاسته راوړنې درلودې، نړيوالو جامونو کې يې برخه واخيسته او ځينو نورو نړيوالو جامو او سياليو ته يې لارې پيدا کړې.
هغه په دې برخه کې له ملي لوبغاړو، تخنيکي ډلو، کاري ډلو، د بورډ له غړو او نورو يې مننه وکړه او ويې ويل چې هر يوه يې په دې لاسته راوړنو کې خپله ونډه لرله.
د کرکټ بورډ عمومي مشر دغه راز وويل چې په مالي او اداري برخو کې يې هم تېر کال ښې لاسته راوړنې درلودې، پخوا يې بوديجه ١،٧ ميليونه امريکايي ډالره وه، خو اوس يې بوديجه نږدې اوه ميليونه ډالرو ته رسېدلي او د الکوزي په څېر مالي ملاتړ کوونکى شرکت يې هم ترلاسه کړى دى.
دانش وويل چې په يو شمېر ولايتونو کې د نوو لوبغالو له جوړېدو سره لړۍ پيل او په ځينو نورو کې به په روان کال کې پيل شي.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي هم د تېر کال لاسته راوړنې وستايلې خو زياته يې کړه چې اوس له دوى تمې زياتې شوې، بايد د خپلو لاسته راړونو لړۍ ته ادامه ورکړي.
د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي د دولتي چارواکو، د کرکټ بورډ مشرتابه او د کرکټ مينه والو له ملاتړ څخه مننه وکړه او ويې ويل چې د ولس په دعاګانو به په راتلونکو نړيوالو سياليو کې هم ټوله لوبډله په خورا زیرکتیا لوبه ترسره کړي.
په پای کې د افغانستان د ولسي جرګې او کرکټ بورډ له خوا جوړې شوې تقديرنامې او تحفې لوبغاړو ته ورکړل شوې.










