منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۶ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

ای سي سي: افغانستان په کرکټ کې بې سارى پرمختګ کړى

پژواک خبري اژانس
· ۲ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

ناګپور- هندوستان (پژواک، ١٩ کب ٩٤): د کرکټ نړيوالې شورا (ای سي سي) په کرکټ کې د افغانستان د وروستيو لاسته راوړنو ستاينه کړې او وايي، که دغه هېواد غواړي په راتلونکي کې ځواکمنه لوبډله ولري، نو بيا دې خپلو هڅو ته ادامه  ورکړي.

دغه څرګندونې د کرکټ د نړيوالې شورا د لوړو مهارتونو (هاى پرفارمنس) مشر ريچرډ ډان پرون د هندوستان په ناګپور ښار کې د افغانستان او سکاټلينډ ترمنح د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام د لوبې په څنډه کې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه چې د افغانستان کرکټ په څو کلونو کې بې ساری پرمختګ کړی، په ډېر کم وخت کې ډېر مخکې راغلی، دا د دې معنی ورکوي چې په دغه هېواد کې اصلاً د کرکټ مينه وال زيات دي.

د نوموړي په وينا، د ايرلينډ او سکاټلينډ هېوادونه د ډېرو زياتو اسانتياوو په لرلو سره، له کلونو راهيسې کرکټ کوي، خو بيا هم افغانستان ترې مخکې دی.

ډان وايي چې د کرکټ نړيواله شورا له تېرو څو کلونو راهيسې د کرکټ د دويمې درجې (اېسوسي اېټ)‌ له غړيتوب لرونکو هېوادونو سره د هغوی د کرکټ د پراختيا په برخه کې کار کوي او د افغانستان لوبډله له نږدې څخه څاري.

هغه وويل: ((افغانستان په لنډ وخت کې وکولى شول چې په نړيوالو جامونو کې لوبه وکړي،‌ دغه کار وړه خبره نه ده.))

خو د کرکټ د نړيوالې شورا د مهارتونو مدير زياته کړه چې د دغو لاسته راوړنو د خونديتوب په موخه بايد افغان ملي لوبډله خپل تمرکز ته دوام ورکړي.

ده زياته کړه: ((د خوښۍ ځای دی چې په افغانستان کې نه يواځې په لوبډله کار کېږي، بلکې د کرکټ روزنه روانه ده، لوبغاړي جوړېږي او دا لوبه ورځ په ورځ مينه وال پيدا کوي.))

د هغه په وينا، په افغانستان کې د داخلي کرکټ وده او سيمه ييزې سيالۍ په لاره اچول، د لا زياتې پياوړې ملي لوبډلې د جوړېدو لامل ګرځي.

ډان د کرکټ د افغان مينه والو په اړه وويل چې د کرکټ په لوبغالي کې د هغوی ونډه په ځانګړي ډول خوند ورکوي.

دى وايي: ((دا مينه وال له حوصلو ډک وي، په ډېرې ګرمۍ سره د خپلې لوبډلې ملاتړ او اتڼونه کوي.))

د هغه په وينا، د افغان مينه والو دغه جذبه د دې ښکارندويه ده چې هغوى پر کرکټ ښه پوهېږي او دا لوبه پېژني.