منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:11 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
بيارغونهغړي

د ګرشک_لښکرګاه ترمنځ د سړک جوړونې چارې پيل شوې

· 2 دقیقې لوستل · 137 کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱۳وری ۹۵) د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ او مرکز ترمنځ  د څه کم ۳۲ کیلومتره سړک دجوړیدو چارې پيل شوې.

 د فوايدعامې وزارت مرستیال احمد ولي شیرزي په سيمه کې خبریالانو ته وویل چې د ګرشک_لښکرګاه ترمنځ دغه سړک په اساسي توګه جوړيږي.

ده وويل چې دغه سړک ٣١،٦ کيلومټره اوږدولى او اووه متره سور لري چې ٣٤ ميليونه امريکايي دالره به پرې ولګول شي.

د هغه په وينا ددې سړک مالي لګښت د اسيايي بانک له لوري ورکول کيږي او چارې به يې په دوو کلونو کې بشپړې شي.

ده وويل چې دغه پروژه د يوې افغاني او چنايي کمپنې له لوري پرمخ وړل کيږي او له چارو به يې جدي څارنه وشي.

ده وويل چې ددې سړک په جوړيدو سره به درې سوه کلي له مرکز لښکرګاه، نادعلي او ګرشک ولسواليو سره ونښلول شي.

د یادې پروژې د پیل پرمهال د پولیسو د ۵۰۵ زون  قوماندان او د هلمند سرپرست والي جنرال عصمت الله دولتزي وویل، دوی به ددې پروژې د بشپړیدو لپاره امنیت تامين کړي.

نوموړي په داسي حال کې د امنیت دټینګښت خبرکوي چې له یاد ۳۱ کیلومتره سړک څخه  یواځې د چاه انجیر په سیمه کې یو کیلومتر سړک له دولت سره او پاتې نور يې له وسله والو طالبانو سره دى.

دولتزي دا هم ویل چې یاده پروژه به د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د عام ولس په مرسته ترسره شي.

د نادعلي ولسوالۍ د ټولنیزي شورا ریيس محمد نبي الفت بيا وايي چې ددې سړک د جوړيدو لپاره بايد اړوند شرکت له وسله والو طالبانو سره جوړ جاړى وکړي.

هغه وويل: (( همدا اوس چې دغه پروژه افتتاح کیدله، ددولت وسله والو مخالفینو ډزې وکړي.))

په هلمند ولايت کې داسې مهال دغه پروژه پلي کيږي چې ددې ولايت باغران، ديشو، موسى کلا او نوزاد ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

زين الله استانکزى
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه
بيارغونه

د افغانستان او د سیمې د څلورو هېوادونو چارواکو د «کاسا» اوسپنې پتلۍ پروژې په اړه خبرې کړې

بيارغونه

هرات کې د ټاپي د فرعي ګاز نل‌لیکې مسیر او د وېش شبکو ساحې تثبیت شوې

بيارغونه

غور کې د «منار جام» څنګ ته د پلي تګ راتګ لپاره نوی پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

بيارغونه

په پنجشېر کې د اوبو د ۱۰ بندونو جوړولو او برېښنا تولید سروې پیل شوه

بيارغونه

د کابل سیند پاکولو په موخه د رسوباتو کچې معلومولو سروې پیل شوه

بيارغونه

له واخان څخه د چین تر پولې سړک پرانیستل شو؛ چارواکو پر اقتصادي پراختیا او امنیت ټینګار وکړ

بيارغونه

د غزني مرکز کې د کابل – کندهار غځېدلې لویې لارې د ۱۳ کیلومتره برخې پراخولو چارې پیل شوې

بيارغونه

د دایکنډي په اشترلي کې د نږدې ۱۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو پل جوړېږي