جلال اباد- اسعداباد- خوست- ښرنه (پژواک، ٢٦ غويى ٩٥): د ننګرهار، کونړ، پکتيکا او خوست ولايتونو زرګونو اوسېدونکو د ولسمشر او د برېښنا د ټوټاپ پروژې په ملاتړ لاريونونه وکړل.
ټوټاپ د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان د برېښنا پروژه ده چې د افغانستان ځينو ولايتونو او بيا د سالنګ او کابل له لارې پاکستان ته غځول کېږي.
خو د باميان او مرکزي اوسېدونکي غواړي چې دا پروژه دې د باميان له لارې وغځول شي چې د دولتي چارواکو په وينا، د باميان له لارې يې هم لګښت ډېرېږي او هم څو کلونه وخت يې زياتېږي.
دغه راز څو ورځې مخکې لندن ته د سفر پر مهال، کله چې ولسمشر اشرف غني يوې غونډې ته وينا کوله، نو څو تنو افغان ګډونوالو ولسمشر ته سپکې سپورې وويلې او د هغه سپکاوى يې وکړ.
د دې تر څنګ د افغانستان د هزاره په توکم پورې تړلو لسګونو کسانو په لندن کې د ولسمشر پر ضد لاريون هم وکړ.
په خوست ولايت کې زرګونو خلکو له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د مسير د بدلېدو پر ضد لاريون وکړ او دغه راز يې په لندن کې ولسمشر ته د يوه هزاره توکمي خبرې ټولو افغانانو ته سپکاوی وباله.
لاريون کوونکو وويل: ((موږ خوست ته برېښنا غواړو، موږ په هېواد کې نفاق اچوونکي نه منو، د خپل ولسمشر سپکاوی غندو.)) شعارونه ورکول.
د خوست ښار لاريون کوونکو د کريم خليلي، سرور دانش او محقق پر چاپ شوو عکسونو باندې په سره خط چلېپا کاږلې وې او د هغوی ځيني عکسونه يې څيري او تر پښو لاندې کړل.
د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي د ملي يووالي حکومت يو شمېر لوړپوړي چارواکي پر ملي خيانت تورن کړل او ويې ويل چې د پرديو په اشارې سره په هېواد کې د قومونو تر منځ نفاق ته لمن وهي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن