کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۹۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، هڅه یې کړې ده، چې داځل د کرکټ ملي شپږیزې سیالۍ په نړیوالو معیارونو ترسره کړي.
ټاکل شوې ده، چې د هیواد د پلازمینې کابل په ګډون د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ د زمري په ۱۹مه، د سه شنبې په ورځ په کابل کې پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزي، د زمري په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا ځل دوی هڅه کړې چې د کابل په الکوزي نړیوال لوبغالي او د تلویزیون له لارې د کرکټ مینه والو ته په نړیوال معیار لوبې وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه، کرکټ اوس سوداګریزه بڼه خپله کړې ده، د تېر کال په شپږیزه کې هم کرکټ بورډ ډیر عاید ترلاسه کړی او سږ کال به د تېر کال په پرتله زیات عواید ترلاسه کړي.
ستانکزی وایي، چې د شپږیزې سیالیو لپاره دوی ډیرې مالي ملاتړ کوونکې ادارې ترلاسه کړې او تر ۱۲ نورو ادارو ته یې ځواب ورکړی دی.
نوموړی زیاتوي، اوس د افغانستان په مارکیټ کې د کرکټ لوبه خپل ځای موندلی، سوداګر او کمپنۍ پوهیږي، چې په کرکټ کې پانګونې سره یې عواید زیاتیږي.
د کرکټ بورډ ا جراییوي رییس وویل، چې د لومړي ځل لپاره یې یو شمیر بهرني نړیوال لوبغاړي په شپږیزې سیالیو کې برخه اخلي او په بېلا بېلو لوبډلو ویشل شوي دي.
د هغه په وینا، دغه راز د کرکټ نړیوال لوبڅار سریکا پرساد هم کابل ته رارسیدلی او هغه به د شپږیزې سیالیو پر مهال د هرې لوبې د (میچ ریفري) دنده ترسره کوي.
ستانکزي وویل، چې له دغه نړیوال لوبڅار سره به د افغان لوبڅارانو ظرفیتونه هم لوړي شي.
نوموړی وایي، چې داغه راز داځل یې په شپږیزې سیالیو کې د ګریډ ون او زونونو سیالیووڅخه ځوانو پیاوړو لوبغاړو ته چانس ورکړی دی، ترڅو له نړیوالو او ملي لوبغاړو سره په یو ځای لوبیدلو تجربې زیاتې کړي.
د هغه په وینا، داځل په میدان کې به ۱۴ کمرې او دوه به د رن اوټ کمرې وي او لوبې به په ښه معیار د تلویزیون په پرده مینه والو ته وړاندې شي.
ستانکزي وویل، چې د هندوستان یوې کمپنۍ سره چې د هند کرکټ لیګ سیالیو ای پي ایل سره یې هم کار کړی، د تلویزیون د ګرافیک قرارداد کړی دی.
د کرکټ بورډ اجراییوي رییس زیاته کړه، چې تر شپږیزې سیالیو وروسته به د چین د یوې کمپنې په مرسته به د کابل کرکټ میدان کې د برېښنا، د میدان د هواري او نورو پرمختګونو کارونه ترسره کړي.
ده زیاته کړه : (( کرکټ دافغانستان لومړۍ درجه لوبه ده، ډیر مینه وال لري او موږ غواړو چې د نویو پرمختګونو او لاسته راوړنو سره دا لوبه همداسې په لومړۍ درجه کې وساتو.))
ستانکزی وایي، کرکټ یواځینې لوبه ده، چې هیواد وال یې متحد ساتلي دي او تل یې دوی ته خوښۍ ورپه برخه کړي دي.
خو هغه زیاتوي، چې ځېنې مغرضې کړۍ هڅه کوي، چې د شخصي ګټو او عقدو له مخې دې لوبې او ادارې ته زیان ورسوي .
د نوموړي په وینا، دغه مغرض کسان ناوړه هڅه کوي، چې دا لوبه مینه وال یې پر سمتونو او زونونو وویشي، په داسې حال کې چې دا لوبه د هیواوالو ترمنځ یووالی رامنځته کړی دی.
د کرکټ بورډ اجراییوي رییس پر ځینو سیاستوالو هم نیوکه وکړه، چې په قصدي یا غیر قصدي توګه د کرکټ په چارو کې لاسوهنه کوي او دوی ته ستونزې جوړوي.
د ستانکزی په وینا، که چیرې د کرکټ په چارو کې سیاسي لاسوهنې زیاتې شي، نو امکان لري، چې د کرکټ نړیواله شورا پر افغانستان ځینې بندیزونه ولګول شي.
د یادونې وړ ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا څو میاشتې مخکې د سیاسي لاسوهنو له امله د امریکا او نیپال کرکټ پر کرکټ بورډونو ځینې بندیزونه لګولي او فنډ یې ځنډولی و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










