کابل (پژواک، ٩ وږى ٩٥): د افغانستان د کرکټ په ملي شپږيزې سياليو کې ګډوونکو نړيوالو لوبغاړو ويلي چې مېلمه پالنه دې څوک له افغانانو زده کړي.
د هېواد په کچه تر ټولو لويې ملي د الکوزي شپږيزې سيالۍ څو ورځې مخکې پیل شوې او د کابل بازانو لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.
د شپـږيزې سياليو په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره دا ځل په کې يو شمېر د کرکت نړيوالو لوبغاړو هم برخه
اخيستې وه چې په کې د زمبابوې د ملي لوبډلې لوبغاړى سکندر رضا، د پاکستان ملي لوبغاړي کامران اکمل، محمد سميع، محمداصف، سلمان بټ، رفعت الله مومند، اويس ضياء ناصر جمشېد او بسم الله خان شامل وو.
دغه نړيوال لوبغاړي هر يو يې د خپل هېواد په ملي لوبډله کې د کرکټ د بېلابېل ډول لوبو (يوه ورځني، ټسټ او شل اووريزو) کې برخه اخيستې ده.
دغو لوبغاړو د کرکټ په شپږيزې سيالۍ کې تر ګډون وروسته د خپلو لوبو، مېلمه پالنې، افغان لوبغاړو او دافغانستان د کرکـټ په اړه لنډ ويډيويي پيغامونو ورکړي، چې د افغانستان کرکـټ بورډ لخوا خپاره شوي دي.
د زمبابوې د کرکټ ملي لوبغاړى سکندر رضا چې د شپږيزې سياليو د بند امير ښامارانو په لوبډله کې لوبېدلى وايي چې له راتګ څخه مخکې يې د افغانستان او کابل په اړه بل ډول فکر او نظر درلود.
هغه زياته کړې: ((خو چې دلته راغلم، هر څه بل ډول وو، امنيت ټينګ و، کابل ښار ډېر ښکلى و، افغانان ډېر مينه ناک خلک دي، ډېره ښه مېلمه پالنه يې زما وکړه، ما ته يې ډېره مينه راکړه.))
سکندر رضا ويلي چې د کرکټ افغان لوبغاړي له لوبې سره جذبه لري او مينه وال يې ورسره لېونۍ مينه لري او لرې نه ده چې په افغانستان کې ژر سوله تامين او کرکټ ډېر پرمختګ وکړي.
د زمبابوې د ملي لوبډلې دغه لوبغاړي ويلي چې له ځينو افغان لوبغاړو سره يې له پخوا څخه ښې اړيکې درلودلې، خو کابل ته له راتګ سره يې اړيکې نورې هم پياوړې شوې.
هغه زياته کړې افغان لوبغاړي ډېر ښه استعدادونه لري او راتلونکی يې روښانه دی، کرکټ هغه لوبه ده چې افغانانو ته يې مينه، خوښي او ملي يووالی ورکړی دی.
سلمان بټ د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى او کپتان پاتې شوى، په شپـږيزې سياليو کې د امو نهنګانو په لوبډله کې لوبېده.
نوموړي په خپل پيغام کې ويلي، افغانستان ډېر ښه ګاونډی هېواد دی، د دوى يې ډېره ښه مېلمنه پالنه وکړه او ورته يې درنښت ورکړ.
ده زياته کړه: ((دلته موږ ته داسې مېلمستيا راکړل شوه او زموږ عزت يې وکړ چې تر ډېر وخته پورې به يې ياد ساتو.))
نوموړی د افغانستان د کرکټ په اړه وايي چې په ډېره کمه موده کې يې ډېر پرمختګونه کړي په لوبغاړو کې د لوبې جذبه او ژمنتيا ډېره ده او ډېر ژر به افغانستان د کرکټ د لومړۍ درجې غړيتوب او دريځ ترلاسه کړي.))
سلمان بټ وايي، افغان لوبغاړي ډېرې ښې وړتياوې لري، دوی ويسټ انډيز، ايرلينډ او نورو هېوادونو ته ماتې ورکړې او نږدې وه چې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکو نورو هېوادونو ته هم ماتې ورکړي او سختې مقابلې يې ورسره وکړې.
د پاکستان د ملي لوبډلې دغه پخوانی کپتان د شپـږيزې سياليو په اړه وايي چې دا په ډېر ښه او لوړ معيار سره ترسره شوې.
د نوموړي په وينا، د دې سياليو پر مهال ډېرې ښې اسانتياوې برابرې شوې وې، ښه ځوان استعدادونه په کې رابرسېره شول او ځوانو لوبغاړو له ځانه ښې وړتياوې وښودې.
دى وايي، افغان لوبغاړي چې کومه جذبه او ژمنتيا لري، د نورې نړۍ لوبغاړي يې نه لري، دا ځانګړنې يواځې افغان لوبغاړي لري.
سلمان بټ زياتوي: ((موږ په کابل کې له خپل کور او هېواده د لري والي احساس ونه کړ، داسې وو، لکه چې سړى په خپل کور کې وي، موږ ته ډېرې اسانتياوې برابرې شوې وې او زموږ ډېره ښه مېلمه پالنه وشوه.
د پاکستان د ملي لوبډلې بل لوبغاړى محمداصف چې د بند امير ښامارانو په لوبډله کې ولوبېد، هغه هم وايي چې کابل ته له راتګ څخه مخکې يې د افغانستان په اړه بل ډول فکر او نظر درلود.
دى وايي: ((موږ يو ډول وېره لرله خو چې دلته راغلو، حالات بل ډول وو، د کابل امنيتي حالت ښه و، افغانانو زموږ ډېره ښه مېلمه پالنه وکړه.))
نوموړى د افغانستان کرکټ په اړه وايي، چې د افغانستان په ځوانو لوبغاړو کې ډېر ښه استعدادونه شته چې د افغانستان
د کرکټ راتلونکی تضمينوي، دغه ځوان افغان لوبغاړي له مشرانو لوبغاړو زده کړې او له شته فرصتونو استفاده کوي.
اصف زياتوي، د شپږيزې سيالۍ په ډېر لوړ معيار او ښو نوښتونو سره ترسره شوې خو په افغانستان کې بايد د کرکټ لپاره نور هم ډېر کارونه وشي. افغانان له کرکټ سره بې حده مينه لري. دى وايي: ((که ما ته بيا بلنه راکړل شي، زه بيا بيا کابل ته راځم.))
د پاکستان بل ملي لوبغاړى اويس ضياء و، چې د سپين غر زمريانو په لوبډله کې يې لوبه کوله، هغه وايي چې شپږيزه دا ځل په لوړ نړيوال معيار ترسره شوه.
ده زياته کړه: ((ما له دې سياليو ډېر خوند واخيست، له راتګ څخه مخکې يو ډول وېرېدلى وم، خو چې دلته راغلو هر څه بدل وو، کابل ډېر ښه و زه داسې الفاظ نه لرم چې د افغانستان د حالاتو او کرکټ د پرمختګونو صفت وکړم، موږ به بيا هم راځو.))
هغه زياتوي چې په افغانستان کې يې ډېره ښه مېلمنه پالنه وشوه او خلک دې له افغانانو مېلمه پالنه زده کړي.
نوموړي د افغانستان د کرکـټ په اړه وايي چې په ډېرې تېزۍ سره د پرمختګ پر لوري روان دی.
د پاکستان بل ملي لوبغاړى ناصر جمشيد و چې په شپږيزه کې يې د سپين غر زمريانو په لوبډله کې لوبه وکړه.
هغه وايي چې د افغانستان په اړه يې بل ډول خيال په ذهن کې و، خو چې دلته راغى، حالات بل ډول وو.
ده زياته کړې: ((ما د افغانستان د کرکټ په اړه بل ډول فکر کاوه، ما ويل چې د افغانستان کرکټ به عادي وي او ډېر
پرمختللی به نه وي، خو په شپږيزه کې مې وليدل چې دلته ډېر ښه استعدادونه شته او په ډېر لوړ معيار د لوبو لپاره اسانتياوې برابرې شوې دي، ما دلته ډېر څه زده کړل او تجربه مې زياته شوه.))
د هغه په وينا، د افغانانو په اړه دا مشهوره وه چې يواځې شپږيزې او څلوريزې وهي، خو چې دلته مې ځوان لوبغاړي وليدل، نو ډېره ښه مسلکي لوبه يې کوله د دوی استعدادونه لوړ دي او ډېر ښه راتلونکی لري.))
نوموړي د افغانستان له کرکټ بورډ څخه وغوښتل چې ځوانو لوبغاړو لپاره بايد د دوه ورځنيو، درې ورځنيو او څلور ورځنيو کرکټ سياليو زمينه برابره کړي؛ ځکه چې د کرکټ د لوبغاړو اصلي وړتيا په دې ډول لوبو کې معلومېږي.
جمشېد زياته کړې: ((افغانانو زموږ تاريخي مېلمستيا وکړه، زموږ د اوسېدو ځای ډېر ښه و، ډېر ښه امنيت يې راته نيولی و، کابل ډېر ښکلی ښار دی او موږ یې ډېر خوښ کړو.))










