منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ بورډ لخوا را ټولې شوې مرستې د کندوز پر جنګ ځپلو ووېشل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کابل (پژواک، ١١ لړم ٩٥): د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د يوې خيريه لوبې په ترڅ کې راټوله شوې مرسته په کندوز ښار کې ددغه ولايت پر جنګ ځپلو سلګونو کورنيو ووېشل شوه.

په کندوز کې د تېرو څو اوونيو جګړو له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوي او له سختو ستونزو سره مخامخ و .

د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت څو ورځې مخکې د کابل په الکوزي کرکټ نړيوال لوبغاړي کې خيريه لوبه ترسره شوه، چې د هېواد د کرکټ ملي لوبغاړو برخه اخيستې وه، له لوبې څخه سلګونه زره افغانۍ ترلاسه شوې، دغه راز يو شمېر ملي سوداګرو هم په دې برخه کې مرستې کړې وې.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ١١مه، پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې مرستې د وېشلو په موخه د ادارې د سرپرست عمومي رييس حاجي عزيز الله فضلي، اجراييوي رييس شفيق ستانکزى، د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزىي په مشرۍ يو پلاوى کندوز ښار ته سفر وکړ.

هغه زياته کړه چې د کرکټ بورډ او د کندوز ولايت مقام په ګډه د اړو کورنيو سروې کړې وه او  هرې کورنۍ ته يې د مرستو کارتونه وېشلي وو.

د هوتک په وينا، يادې مرستې نن د کندوز ولايت مقام او د افغانستان کرکـټ بورډ د مسوولينو له خوا پر ٥٥٠  اړو  کورنيو ووېشل شوې، چې هرې کورنۍ ته يوه بورۍ اوړه، يوه بوشکه غوړي، لوبيا او يوه  بورۍ وريجې ورکړل شوې.

دغه راز نن د کندوز د لسګونو بې ځايه شويو ناروغانو وړيا درملنه هم وشوه او د کابل بلاسم روغتون له خوا مرسته شوي درمل ورته ورکړل شول.

د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رييس حاجي عزيز الله فضلي وايي چې دکرکټ اداره د لوبو ترڅنګ په نورو برخو کې هم له هېوادوالو سره د مرستو او همکاريو لړۍ پيل کړې ده.

هغه زياته کړه چې دوى تېر کال هم د کندوز له  جګړه ځپلو کورنيو سره مرستې کړې وې او دې لړۍ ته به ادامه ورکوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي وويل چې دوى په کرکـټ کې د ډېرو لاسته راوړنو ترڅـنګ اوس هـڅې پيل کړې، چې په نورو برخو کې هم له  هېوادوالو سره مرستې وکړي.

د نوموړي په وينا، د راتلونکې جمعې په ورځ به  د اروزګان او هلمند ولايت جنګ ځپلو او بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستې لپاره يوه خيريه لوبه ترسره کړي.

د يو بل خبر له مخې، د اروزګان ولايت د جګړو له امله پر ٤٠٠ بې ځايه شويو کورنيو هم مرسته ووېشل شوه.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب پژواک اژانس ته وويل، چې په دې مرستو کې خوراکي او غر خوراکي توکي شامل وو،  چې نن د ارزګان والي محمد نذير خروټي  له خو پر بېځايه شويو  کورنيو ووېشل شول.

.هغه وايي، چې د وروستيو جګړو له امله په دې ولايت کې د (۱۲۲۹۵) په شاوخوا کې کورنۍ بېځايه شوې دي.

بلخوا د لغمان ولايت لسګونو جنګ ځپلو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه. د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل  چې پر يادو کورنيو دوه ميليونه، څلورسوه او پنځوس زره افغانۍ ووېشل شوې.

د  ځواک په وينا، دا مرستې پر هغو ملکي کورنيو ووېشل شوې، چې غړي يې په جګړو کې وژل شوي دي.

دى وايي  چې د هر وژل شوي تن کورنۍ ته سل زره او ټپيانو ته پنځوس زره افغانۍ نغدې پيسې ورکړل شوې.