منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۶ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

په لغمان کې د ورزش د ډګر اتلان په ستاینلیکونو وویاړل شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

مهترلام (پژواک، ۲۰ لیندۍ ۹۵): د لغمان ولایت مقام لخوا د ورزش د ډګر درې اتلان، چې ددې ولایت اوسیدونکي هم دي، په ستاینلیکونو وویاړل شول.

دغه پروګرام دلغمان ولایت په نوښت د ( مخکښ اتلان ستایو ) تر سر لیک لاندې د افغانستان د فري فایټ او کرکټ لوبو یو شمېر مخکښ قهرمانان چې د نړۍ په کچه یې د افغانستان بیرغ رپانده ساتلی و،د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له لوري په ډالیو او ستاینلیکونو وویاړل شول.

په دې اتلانو کې د لومړي ځل لپاره په کې د افغانستان د فري فایټ لوبې اتل احمد ولي هوتک، د کرکټ بورډ تکړه ویاند او ، ژونالیست او پخوانی لوبغاړی احمد فرید هوتک او د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم نوموتی توپ اچونکی امیر حمزه هوتک  شامل وو، چې د دوی د ښو وړتیاو د درلودو له امله وستایل شول.

 په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال لغمان والي عبدالجبار نعیمي ټول ورزشکاران د سولې، امن او ثبات د سفیرانو په توګه یاد کړل او زیاته یې کړه چې دوی د یووالي او وحدت یوازیني هغه اتلان دي چې د ټولو هېوادوالو تر منځ یې اتفاق رامنځته او پر شونډو یې موسکا خوره کړې ده.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې افغان لوبغاړي په هره برخه کې د نړۍ په کچه په نشتو امکاناتو مخته روان دي ولې بیا یې هم نړیوالو ته په بېلا بېلو ډګرونو کې خپله قهرماني څرګنده کړې ده.

لغمان والي له نشه یي توکو څخه د ځوانانو په ژغورنه کې د ورزشکارانو د رول په اغېزمنتیا د خبرو تر څنګ ژمن شو چې په لغمان ولایت کې به د ځوانانو لپاره د سپورت د بنیادي پروژو د تطبیق او عملي کېدو په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي څو په راتلونکي کې ورزشکاران له ستونزو او ننګونو سره مخ و نه اوسي.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست مالي او اداري مرستیال ذبیح الله صافي هم په خپلو خبرو کې د ولایتي ادارې له دغه اقدام نه د ستاینې تر څنګ ژمنه وکړه چې اداره به یې په لغمان کې د ورزشکارانو لپاره د بنیادي پروژو په تطبیق کې لازمه همکاري وکړي.

په پای کې احمد ولي هوتک او فرید هوتک د نورو ورزشکارانو په استازۍ د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له هڅونې او د دوی په ویاړ د جوړې کړې غونډې له امله مننه وکړه او د خپلو ځینو خاطرو د شریکو تر څنګ یې له ځوانانو وغوښتل چې خپل هدف ته د رسېدو په لار کې باید له ټکرونو سره د مخ کېدو په وجه ناهیلي نه شي بلکې د مثبت بدلون او د موخې د تر لاسه کولو لپاره خپلې هڅې نور هم ګړنډي کړي.

فريد هوتک ته تر دې مخکې د مشرانو جرګې، کورنيو چارو وزرات، يو شمېر مدني ټولنې او قومي شورا ګانو لخوا هم تقديرنامې ورکړل شوې دي.

د غونډې په پای کې د یو شمېر ورزشکارانو له لوري د سپورتي نندارې په وړاندې کولو سر بېره په یادو کسانو ستاینلیکونه او ډالۍ هم وویشل شوې