کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٥): د کرکټ نړيواله شورا وايي، غواړي چې په لوړه کچه د لوبېدونکو هېوادونو شمېره ١٥ يا ١٦ ته لوړه کړي.
د کرکټ د نړيوالې شورا لخوا د ليندۍ په ٢٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي د نړيوالې شورا اجراييوي رييس ډېوېډ رچرډسن دغه څرګندونې نن په سريلانکا کې ددغه هېواد د کرکټ له مسوولينو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
سرچينې زياته کړې، چې رچرډسن د سريلانکا کرکټ ادارې او د کرکټ اسيايي شورا په بلنه دغه هېواد ته سفر کړى، څو په سيمه ييزه او نړيواله کچه د کرکټ لوبې ته د ودې ورکولو په اړه خبرې وکړي.
د کرکټ د نړيوالې شورا اجراييوي رييس زياته کړې : (( اى سي سي يوه داسې ستراتيژي جوړه کړې، څو په ټيټه کچه پياوړو لوبډلو ته په لوړه کچه د لوبو چانس ورکړي. ))
د هغه په وينا، له ډېرې مودې راهيسې لس لوبډلې په لوړه کچه د کرکټ لوبې کوي، که چېرې په ريښتينې توګه وکتل شي، نو يواځې اته يا نهه لوبډلې په لوړه کچه کرکټ لوبه کولى شي.
خو نوموړى وايي، د کرکټ نړيواله شورا غواړي، چې په لوړه کچه د کرکټ لوبه کوونکو هېوادونو شمېره ١٥ يا شپاړسو ته لوړه کړو.
رچرډسن ويلي : (( د اسيا په زون کې افغانستان، نيپال او ماليزا هغه هېوادونه دي، چې کولى شي په لوړه کچه لوبه وکړى شي.))
خو د نړيوالې شورا اجراييوي رييس زياته کړې، پکار داده، چې ددغو هېوادونو کرکټ ته دومره وده او پرمختګ ورکړل شي، څو دوى وکولى شي په مساويانه ډول له لويو لوبډلو سره لوبې وکولى شي.
هغه د کرکټ له اسيايي شوراڅخه غوشتي دي، چې پخپل زون کې د دې لوبې د ودې او پرمختګ لپاره لازم اقدامات وکړي.
دنوموړي په وينا، د نړيوالې شورا سرچينې محدودي دي ، چې په هره سيمه کې د پرمختګونو لپاره کار وکړي، سيمه ييزې شوراګانې هم بايد په دې برخه کې د خپلې برخې فعاليت وکړي.










