کابل (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٥): د افغانستان د کرکټ بورډ نوى عمومي رييس وايي، هېچا ته به په خپلو چارو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي او یوه سمه اداره به رامنځته کړي.
عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډ شورا په وړانديز د ولسمشر اشرف غني د حکم له مخې د افغانستان کرکټ بورډ د نوي عمومي رييس په توګه نن (د ليندۍ ٢٧مه) په رسمي توګه معرفي شو.
په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، د ولسي جرګې مرستيال حاجي نظير احمدزى، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د ښارجوړونې وزير سيد منصور سادات نادري، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزى، د کرکټ بورډ شورا غړو، د ملي شورا غړو، د کرکټ بورډ کار کوونکو او د رسنيو استازو ګډون کړى و.
تر ټولو مخکې د ماليې وزارت وياند عبدالرحيمزي د کرکټ بورډ د نوي عمومي رييس په توګه د عاطف مشعل د ټاکلو په اړه د ولسمشر حکم ولوست.
عاطف مشعل په خپله وينا کې له ولسمشر او د کرکټ بورډ له شورا مننه وکړه چې دى يې د عمومي رييس په توګه غوره کړ او ژمنه يې وکړه چې د دوى اعتماد به سم ثابتوي.
هغه د کرکت د پخوانيو مشرانو نسيم الله دانش، شهزاده مسعود او ډاکټر زاخېلوال ستاينه وکړه چې د کرکـټ د ودې او پرمختګ لپاره يې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
مشعل وويل چې کرکټ د افغانستان د خلکو هيله ده او د کرکټ اداره دا هيله مديريت کوي، نو دى هڅه کوي چې د خپل ولس هيلو ته رسېدنه ووشي کړای.
نوموړي زياته کړه چې د ولسمشر او نورو په همکارۍ به یې لومړۍ هڅه دا وي چې د کرکټ اداره بنسټیزه او په سمه معنا یوه ملي اداره جوړه کړي.
د هغه په وينا، داسې ملي اداره به ترې جوړوي چې ټول قومونه، سمتونه ځان په کې وويني.
د کرکت ادارې نوي عمومي رييس وويل چې يوه خپلواکه او ازاده غوراوي کمېټه به جوړوي چې د لوبغاړو د ټاکلو پروسه په رڼه توګه ترسره شي.
هغه زياته کړه چې په مالي او نورو چارو کې به شفافيت رامنځته کوي او د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره د کرکـټ ادارې پخوانيو کارکوونکو، د نظر خاوندانو، مسلکي کسانو او له رسنيو سره مشورې کوي.
نوموړي زياته کړه چې دوى به ډېره پاملرنه د کرکټ پر خپلواکۍ کوي او په هېڅ توګه سياسي او قومي مشرانو ته اجازه نه ورکوي چې د کرکټ په چارو کې لاسوهنه وکړي.
تر دې مخکې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل چې تغيير او تبديلي د حکومتولۍ يو اصل دى نن يو رييس وي او سبا به بل راځي.
هغه زياته کړه چې دولتي څوکۍ ميراثي نه وي، خو د کرکټ ادارې د پخواني رییس نسيم الله دانش هلې ځلې او کړنې يې وستايلې.
هغه د ټولنيزو شبکو له کاروونکو وغوښتل چې له منفي ليکنو او نظرونو لاس واخلي؛ ځکه چې دا ډېرې ستونزې زېږوي او د هېوادوالو په منځ کې بې اتفاقي پيدا کوي.
د ماليې وزير او د کرکټ بورډ شورا غړي اکليل حکيمي وويل چې نسيم الله دانش او نورو مشرانو کرکټ ادارې يو ته ښه بنسټ ايښى او دوى به دې ته نور هم پرمختګ کوي.
د نوموړي په وينا، دوه کاله مخکې د کرکټ ادارې دوه ميليونه ډالره بوديجه لرله، خو نسيم الله دانش دا بوديجه ١٨ ميليونه ډالرو ته رسولې ده.
هغه د نوي عمومي رييس عاطف مشعل په اړه وويل چې ځوان، ژمن او لوړې زده کړې او هيله يې څرګنده کړه چې دا اداره به په ښه توګه مديريت کړي.










