کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): د کرکټ ملي لوبغاړي نوروز منګل له نړيوال کرکټ څخه استعفا وکړه او د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د غوراوي کمېټۍ مشر وټاکل شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رييس شکرالله عاطف مشعل د مرغومي په ١٤مه په يوه خبري غونډه کې د نوو ټاکنيزې او ډسپلين کمېټو اعلان وکړ.
هغه زياته کړه چې د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او د ملي لوبډلې لوبغاړي نورزو منګل به د ټاکنيزې کمېټې د نوي مشر په توګه دنده ترسره کوي او دا کمېټه به دوه غړي لري.
ده په افغان کرکټ ملي لوبډله کې د نوروز منګل له تېرو لاسته راوړنو او خدمتونو ستاینه او مننه وکړه.
مشعل وويل چې له نوروز منګل سره به په غوراوي کمېټه کې حاجي ولي امين او احمدشاه سليمانخېل د غړو په توګه کار کوي.
دغه راز د کرکټ بورډ عمومي مشر زياته کړه چې پخوانى ملي لوبغاړى او روزونکى هستي ګل عابد يې د ډسپلين کمېټې د مشر په توګه ټاکلى چې رييس احمدزی، سيد انور شاه قريشي او نجيب الله حياتخېل به ورسره غړي.
مشعل وويل چې نن يې په کرکټ بورډ اداره کې د غوره اصلاحاتو او بدلونونو په اړه خپلو ژمنو ته عملي بڼه ورکړه.
د هغه په وينا، د غوراوي او ډسپلېن کمېټې به خپلواکې وي او هېڅ ډول سياسي فشار به پرې نه وي، دوى به د کرکټ بورډ ادارې، رسنيو او ولس ته ځواب ويونکي وي.
په ياده خبري غونډه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي نوروز منګل له نړيوال کرکټ څخه د استعفا اعلان وکړ.
هغه له خپلو مينه والو، کورنۍ او دوستانو او کرکټ بورډ ادارې څخه مننه وکړه چې له ده سره يې هغه مهال چې د افغان کرکټ لوبډلې لوبډلمشر و او بيا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی و، ورته مينه ورکړې او لارښوونې يې ورته کړې دي.
د غوراوي کمېټې نوي مشر نوروزمنګل وويل چې نوى دروند مسووليت ور پر غاړه شوى او په بشپړ مسووليت سره به ورسپارل شوې نوې دنده مخې ته وړي.
هغه له کانفرانس وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غوراوي کمېټه به هر لوبغاړی د وړتيا له مخې ټاکي او هېڅ ډول سياسي فشار ته به نه تسليمېږي.
د نوموړي په وينا، د ملي لوبډلو د ټاکلو پر مهال به ټول معيارونه په پام کې نيسي او د لوبغاړو د ټاکنو پروسه به له ولس سره شريکوي.
د ډسپلین کمېټې مشر هستي ګل عابد د کرکټ بورډ ادارې له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ وویل چې دغه کمېټه به د کرکټ د نړیوالې شورا او د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له ټولو اصولو او مقرراتو سره سم کار وکړي .
د هغه په وينا، دوى د افغانستان کرکټ بورډ کارکوونکي، ملي لوبغاړي او د کورني کرکټ لوبغاړي به وڅاري او هر ډول سرغړونې به له ټولو سره شريکوي.
عابد زياته کړه: ((هېڅ ډول سليقوي سيمه ييز او تعصبي برخورد به نه کېږي، د ګران هېواد د عزت او سرلوړۍ لپاره به کار کوي.))
د يادونې ده، نوروز منګل به د جنورۍ په ١٤مه په متحده عربي اماراتو کې د اتو هېوادونو تر منځ پيلېدونکو شل اووريزو سياليو کې خپله وروستۍ لوبه کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی مشر شهزاده مسعود وايي چې نوروز منګل، له کرکټ سره تړلی نوم دى چې کلونه يې د هېواد د کرکټ خدمت کړى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل که څه هم له نړيوال کرکټ څخه د نوروز منګل پر استعفا خواشينى دى، خو پر دې خوښ دى چې هغه نورو ځوانانو ته خپل ځاى پرېښود.
شهزاده مسعود نوروز منګل ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او ويې ويل، باور لري چې نوروز د ټاکل شوي منصب لپاره خورا وړ کس دی او له دغې لارې به د افغانستان کرکټ ته ستر خدمتونه وکړي.
نورو منګل تر اوسه د افغانستان له لوري ٤٩ يو ورځنۍ نړيوالو لوبو کې د دوو سليزو او څلورو پنځوسيزو پر مټ ١١٣٩ منډې، په ٣٠ شل اووريز نړيوالو لوپو کې ٤٥٤ منډې، په ١٤ فرسټ کلاس لوبو کې ٨٣٢ منډې په ٧٣ لېسټ اى لوبو کې ١٦٩٦ منډې او په غير رسمي ٤٩ شل اووريزو لوبو کې ٧٩٣ منډې جوړې کړې دي.
دغه راز نوموړي په يو ورځنيو سياليو کې اته لوبغاړي او په شل اووريزو نړيوالو لوبو کې څلور لوبغاړي سوځولي دي.










