کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۵): د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې نوی مشر نوروز منګل وایي، کله چې شاه پور ځدران او شفیق الله شفق لوبې ته تیار شول، نو په ملي لوبډله کې به ورته چانس ورکړل شی.
د کرکټ بورډ لخوا پر شفق بندیز لګولی و او شاه پور ځدران ادعا کړې وه، چې دادارې پخواني مشر د شخصي عقدو له امله له کرکټه بهر کړی و، خو د کرکټ بورډ پخواني مشر نسیم الله دانش دا ادعاوې رد کړې او ویلي، چې دوی د ډسپلین څخه سرغړونه کړې وه.
د کرکټ بورډ نوي مشرعاطف مشعل د خپلې دندې په لومړیو کې له یادو لوبغاړو سره ولیدل، د هغوی ستونزې او شکایتونه یې واوریدل او ستونزې یې هوارې کړې.
پخوانی ملي لوبغاړی نوروزمنګل چې د غوراوي کمیټې دنوي مشر په توګه ټاکل شوی، د مرغومي په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، هرکله چې شاه پور ځدران ، شفیق الله شفق او نور علي ځدران لوبې ته تیار شول، نو په ملي لوبډله کې به ورته چانس ورکړل شي.
هغه زیاته کړه، چې دغه لوبغاړي ډیر وخت له لوبې څخه بهر وو، خو اوس ورته د زمبابوې الف لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره اعلان شوې پرمختیایي لوبډله کې چانس ورکړل شوی، څو په روزنیز کمپ او راتلونکو سیالیو کې خپل فټنس او وړتیا ثابته کړي.
د منګل په وینا، درې واړه لوبغاړي افغانستان لپاره ویاړونه او لاسته راوړنې راوړې دي، خو دا چې ډیره موده له کرکټه لرې پاتې وو، نو اوس به له تمریناتو او فټنس ثابتولو وروسته به ملي لوبډله کې شاملیږي.
دی وایي : (( په اماراتو کې د صحرا جام شل اووریزو سیالیو لپاره اعلان شوې لوبډلې د غوراوي پخوانۍ کمیټه ټاکلې وه، دوی پکې لاس نه درلود.)
د غوراوي د کمیټې مشر وویل، چې راتلونکو سیالیو لپاره به د غوراوي نوې کمیټه به په بشپړ شفافیت سره ملی لوبډله وټاکی او د وړتیا له مخې به لوبغاړو ته چانس ورکول کیږي.
نوروز منګل وویل، چې اوس لوبغاړي ډیر شوي او وړتیاوې هم ډیرې دي، ځکه نو نړیوال کرکټ ته لاره پیدا کول ستونزمن کار دی، هر لوبغاړی به خپله وړتیا، فټنس ثابتوي او تر تمریناتو وروسته به چانس ورکول کیږي او دا کار به پر هر لوبغاړي عملي کیږي.
هغه زیاتوي، چې د فټنس او وړتیا ترڅنګ ډسپلین هم ډير مهم دی.
نوموړي دیوې پوښتنې په ځواب کې چې ځینې لوبغاړي په سیالیو کې وړتیانه ښیي، نوروزمنګل وویل، کوم لوبغاړي چې وړتیا نه ثابتوي، له لوبډلې کښینول کیږي.
دغوراوي کمیتې مشر وویل، چې لوبغاړي به دیوه سیستم له مخې ملي لوبډلې ته لاره پیدا کوی، لومړی به کورنیوسیالیوکې وړتیاثابتوي، بیابه په پرمختیایي لوبډله کې چانس ورکول کیږي او له هغه وروسته په الف لوبډله کې،هر کله چې په دې ټولو کې یې وړتیا ثابته کړه، بیا به ملي لوبډله کې چانس ورکول کیږي.
د هغه په وینا، تر هغه پورې چې لوبغاړي په کورنیو سیالیوکې ښه تجربه ترلاسه نه کړي، نو د مخکې تګ چانس یې کم دی.
نوموړي وویل، چې افغانستان په سپنرتوپ اچوونکو کې ستونزه نه لري،د راشد خان، حمزه هوتک، شرف الدین اشرف اوظاهرخان په څیر پیاوړي توپ اچوونکي لري.
خوداچې دافغانستان تیزتوپ اچوونکي شاه ځدران، حمید حسن، میرویس اشرف او دولت ځدران عمرونه مخ په زیاتیدودي ،د ځای ناستې په اړه یې نوروزمنګل وویل،چې په دې برخه کې هم ستونزه نه لري.
هغه زیاتوي، چې نوین الحق، یمین احمدزی، فریداحمد ملک ، فضل نیازی او سيد شیرزاد په څیر پیاوړي توپ اچوونکي لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










