منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان په صحرا جام کې کوربه هېواد اماراتو ته هم ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٥): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د صحرا شل اووريز جام سياليو په دويمه لوبه کې کوربه متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبې ته لاره پيدا کړه.

د کرکټ د دويمې درجې اتو غوره لوبډلو تر منځ دا سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي.

پرون د افغانستان پر وخت له ماښام وروسته ملي لوبـډلې خپله دويمه لوبه د کوربه هېواد متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه.

 

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي وګټله خو لومړى يې د اماراتو لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د اماراتو لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٤٧ منډې جوړې کړې  او افغانستان ته يې د ١٤٨ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې دولت ځدراڼ ۴، راشد ارمان ۲ او فريد ملک يو لوبغاړی وسوځول.هوتک وايي چې افغان لوبغاړو په ډېر ښه پلان سره ورکړل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۸،۵ اورونو کې ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري سميع الله شينواري ۴۲، اصغر ستانکزي ۳۰ او کريم جنت ۲۲ د پام وړ منډې جوړې کړې. دولت ځدراڼ د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

له دې بريا سره افغانستان د روانو سياليو نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه او خپله وروستۍ لوبه به د مرغومي په ٣٠مه د نميبيا پر وړاندې ترسره کوي.

تر دې مخکې افغانستان ايرلينډ ته ماتې ورکړې وه.