کابل ) پژواک د سلواغې لومړۍ نیټه ۹۵ ): افغانستان د صحرا کرکټ شل اووریز جام سیالیو په نیمای پای لوبه کې عمان ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
د کرکټ ددویمې درجې هیوادونو د اتو غوره لوبډله ترمنځ دا لوبې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي .
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له اماراتو څخه د ټیلیفون په لیکه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې افغانستان نن لومړۍ نیمه پای لوبه له عمان سره ترسره کړه.
هغه زیاته کړه، چې ددې لوبې پچه افغانستان ګټلې وه او لومړی د توپ اچونې پریکړه وکړه. د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د عمان لوبډله د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري فرید ملک درې، راشد خان دوه، حمزه هوتک او سمیع الله شینواري یو، یو لوبغاړي وسوځول.
هوتک وایي، چې دافغانستان لوبډلې یاد هدف په اتلسم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله. دغې بریا سره افغانسان ددې سیالیو پای لوبې ته لاره وموندله، چې ټاکل شوې ، نن تر ماښام وروسته د ایرلینډ او سکاټلینډ ترمنځ ددویمې پای لوبې ګټونکې لوبډلې سره ترسره کړي.
د افغانستان له لوري شهزاد محمدي په زړه پورې لوبه وکړه او ۸۰ منډې یې جوړې کړې ، دغه راز نورو منګل ۳۴ او اصغر ستانکزی ۲۵ منډې جوړې کړې.
شهزاد محمدي د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
افغانستان تر دې مخکې په دې سیالیو کې ایرلینډ، متحده عربي امارات او نمیبيا ته هم ماتې ورکړې وې.










