منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۳ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ ولايتي روغتون د سترګو د درملنې څانګه نه لري

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۸ کتنې

اسعداباد (پژواک، ٤ سلواغه ٩٥): د کونړ په ولايتي روغتون کې د سترګو ناروغيو د درملنې څانګه نشته او په کال کې يو ځل د سترګو ډاکټران دغه ولايت ته سفر کوي.

ددې ولايت د ملکي روغتون رييـس ډاکټر محمد فاروق سهاک د سلواغې په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د سترګوڅانګه او متخصص ډاکټران نه لري او هر کال له مرکز کابل څخه د سترګو د ډاکټرانو يوه ډله  اسعداباد ته راغواړي.

هغه زياته کړه چې د کونړ خلک ډېر بې وسه دي او زياتره يې د دې توان هم نه لري چې له کونړه بهر د درملنې لپاره  لاړ شي.

د ډاکټر سهاک په وينا، د سترګو دغه متخصص ډاکټران ټول وسايل له ځانه سره راوړي او په وړيا توګه د خلکو درملنه کوي.

دى وايي چې دغه ډله اوس کونړ ته راغلې او په تېرو څو ورځو کې يې د سترګو د سلګونو ناروغانو درملنه  کړې ده.

 د مير سلام په نامه د سترګو يو تن ناروغ چې له وټپه پور ولسوالۍ څخه راغلى و، پژواک اژانس ته وويل چې له ډېرې مودې راهيسې يې د سترګو نظر کم شوى او درد هم کوي.

هغه زياته کړه: (( ددې وسه نه لرم چې نورو ولايتونو او يا له هېواده بهر د درملنې لپاره لاړ شم او په دې ولايت کې هم د سترګو د درملنې اسانتيا نشته.))

د نوموړي په وينا، اوس خبر شوى چې دې ولايت ته له کابل څخه د سترګو ډاکټران راغلي ؛ نو دى هم ورته راغلى دى.

 

 

 

د نعيم جان په نامه يو بل تن چې خپل يوکلن زوى يې درملنې ته راوستلى و، پژواک ته وويل چې زوى يې پيدايښتي د سترګو ناروغي لري او اوښکې ترې بهېږي.

هغه زياتوي چې ددې ولايت په دولتي روغتون کې د سترګو ډاکټران نشته، اوس خبر شوى و  چې له مرکزه ډاکټران راغلي دي.

دوى له حکومت څخه وغوښتل چې په دې ولايت کې د سترګو د درملنې څانګه فعاله کړي.

کونړ ته د ســـــترګو د ډاکټرانو راغلي د سيار ټيم مشر متخصص ډاکټر الهام الدين پژواک ته وويل چې له تېرو لسو ورځو راهيسې په دې ولايت کې د خلکو وړيا درملنه کوي.

هغه زياته کړه چې تر اوسه يې د نږدې څلورو زرو کسانو درملنه کړې، شاوخوا ٢٠٠ جراحي عمليات او ٣٠٠ کسانو ته يې عينکې ورکړې دي.

د نوموړي په وينا، په کونړ کې موسمي انرژي زياته ده ، د ډېرو کسانو په سترګو کې پردې ډېرې دي او جراحي عملياتو ته اړتيا ليدل کېږي.

ډاکټر الهام وايي چې دوى د ناروغانو وړيا درملنه کوي او وړيا درمل هم ورکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا