منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د کرکټ په دویمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نیټه، ۹۵): افغانستان د کرکټ په دویمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې او د پنځو لوبو په لړۍ کې دوه پر صفر مخکې دی.

د کرکټ ملي لوبډله د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو ترسره کولو په موخه دا مهال په زمبابوې کې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د کب په لومړۍ نیټه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

هغه زیاته کړه، چې دافغانستان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۳۸ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۲۳۹ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري شهزاد محمدی ۶۴ ، رحمت شاه ۵۳، نجیب الله خدارن ۴۵ او محمد نبي ۳۳ د پام وړ منډې جوړې کړې. 

هوتک وایي، چې د زمبابوې لوبغاړو د افغان توپ اچوونکو مقابله ونه شوه کړای او ټوله لوبډله یې په درې څلویښتم اوور کې په ۱۸۴ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه ده د ۵۴ منډو په توپیر سره وګتله.

د افغانستان له لوري محمد نبي او راشد خان ۳، ۳ ، ګلبدین نایب او امیر حمزه هوتک دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

راشد خان دلوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

په لومړۍ لوبه کې هم افغانستان زمبابوې ته ماتې ورکړې وه.