کابل (پژواک، ٢ کب ٩٥): د لومړي ځل لپاره د هندوستان کرکـټ ليګ په سياليو کې دوه افغان لوبغاړي اخيستل شوي دي.
د هندوستان کرکټ ليګ سيالۍ (اى پي اېل) چې نړيوال شهرت لري، له تېرو نهو کلونو راهيسې هر کال ترسره کېږي او د روان زېږديز کال په اپرېل مياشت کې يې لسم سيزن پيلېږي.
په دغو سياليو کې اته لوبډلې برخه اخلي چې د هندي لوبغاړو تر څنګ له ټولې نړۍ څخه پياوړي لوبغاړي ورته اخيستل کېږي.
دغه ځل د افغانستان کرکـټ بورډ سياليو ته شاوخوا د ٢٠ افغان لوبغاړو نومونه استولي وو، خو د ای پي اېل د مسوولينو له خوا پنځه پياوړي افغان لوبغاړي محمدنبي عيسى خېل، راشد خان، دولت ځدراڼ، شهزاد محمدي او لوبډلمشر اصغر ستانکزى د داوطلبۍ لپاره انتخاب شوي وو.
د هندوستان کرکټ ليګ په سياليو کې د لوبغاړو اخيستلو لپاره د داوطلبۍ لومړى پړاو نن ترسره کړ چې د سن رايزرز حيدراباد لوبډلې له خوا لومړى محمدنبي په درې ميليونه او په بله کټګورۍ کې راشد خان په ٤٠ ميليونه هندۍ کلدارو واخيستل شول..jpg)
شهزاد، اصغر او دولت ځدراڼ په دغه لومړي پړاو کې د کومې لوبډلې پاملرنه ځان ته جلب نه کړه، خو دوى د داوطلبۍ په نورو پړاوونو کې هم چانس لري.
د افغانستان کرکټ بورډ د هندوستان په ليګ سياليو کې د افغان لوبغاړو اخيستل لويه لاسته راوړنه بولي.
د کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل پژواک اژانس ته وويل چې له دې سره به د افغان لوبغاړو تجربې زياتې شي او په نړيواله کچه به د افغانستان کرکټ نور هم پرمختګ وکړي.
د کرکټ لوبې کارپوه کبير حقمل وايي چې هند دا مهال د کرکټ د نړۍ يوه لويه وچه جوړه شوې، دې وچې ته د افغانستان داخلېدل په مطلق ډول افغانستان له ۱۳ سوه ميليوني ټولنې سره اشنا کوي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې سره افغانستان په راتلونکو کلونو کې د ای پي اېل يوه نه بېلېدونکې برخه ګرځي، ځوان لوبغاړي يې هڅول کېږي چې لا زحمت وباسي او يادو سياليو ته لاره پيدا کړي.
حمقل وايي: ((دغه راز د دې تر څنګ زموږ لوبغاړو ته د نړۍ له سترو لوبغاړو سره د لوبو کولو او مالي سرچينې د لاسته راتلو چانس برابرېږي.))
د کرکرټ بل کارپوه او د لوبه سپورټي موسسې مشر رحيم ګل څاروان وايي چې په ای پي اېل سياليو کې د نړۍ پياوړي لوبغاړي او روزونکي برخه اخلي چې په دغو سياليو کې د افغان لوبغاړو له ګډون سره د دې پر وړتيا هم ډېره ښه اغېزه کوي.
هغه زياته کړه: ((د حيدر اباد په لوبـډله کې د نړۍ پياوړي لوبغاړي شته، دغه راز مشهور روزونکي هم ورسره دي چې افغان لوبغاړي به د دوى له تجربو څخه ډېره ګټه واخلي.))










