کابل (پژواک، ٣ کب ٩٥): د افغانستان کرکټ بورډ رييس وايي چې اداره کې يې مالي تفتيش پيل کړى او ډېر ژر به ځينې موارد له ولس سره شريک کړي.
هغه د کب په ٣ مه، پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې په اداره کې د مالي تفتيش پر مهال يې ځينې موارد پيدا کړي چې ډېر ژر به يې له ولس سره شريک کړي.
مشعل وايي، چاچې ښه کار کړى، هغه به تقدير شي او چاچې خيانت کړى، حساب به ورکوي.
د کرکټ بورډ نوي رييس زياته کړه چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې د کرکـټ بورډ ادارې ارزيابي پيل کړې، مثبت ، منفي، کمزوري او قوي ټکي يې پيدا کړي دي.
مشعل زياته کړه،اوس هڅه کوي چې منفي او کمزورو ټکو ته د حل لارې پيدا کړي، څو په راتلونکي کې اداره په ښه توګه پر مخ لاړه شي.
د کرکټ بورډ رييس وايي چې دې ادارې تر اوسه تصويب شوې اساسنامه او تشکيل نه درلود او د هېڅ ډول ستراتيژۍ لپاره کار نه و شوى .
د نوموړي په وينا، اوس يې دا ټول کارونه کړي، اساسنامه، ادراي تشکيلات، اساسات تسويد شوي او ډېر ژر به د بورډ په غونډه کې تصويب شي.
عاطف مشعل وويل چې د کرکټ بورډ پخوانيو چارواکو څو مياشتې په بهرنيو سفرونو کې تېرې کړې دي چې پر ادارې ډېر زيات مالي بوج راغلى دى.
نوموړي دغه کار يوه فاجعه ياده کړه او ويې ويل چې ددې ترڅنګ په هېواد کې دننه يو شمېر لوبغالي او اکاډمۍ جوړې شوې، خو کارونه يې معياري نه دي.
نوموړي د کرکټ ادارې د پخواني مشر هغه ادعا رد کړه چې ګوندې په هېواد کې يې ګڼ شمېر لوبغالي جوړ کړي دي.
مشعل زياته کړه: (( د پکتيا، خوست، کونړ او لغمان د لوبغالو معيار ډېر ټيټ دى، مالي ستونزې يې ډېرې ، په ځانګړې توګه د پکتيا لوبغالى يوه لويه فاجعه ده.))
د نوموړي په وينا، د خوست ولايت کرکټ لوبغالى چې د شاوخوا لسو زرو کسانو ظرفيت هم نه لري، د پرانېستې مراسمو ته يې لسګونه زره کسان ورغلي وو.
هغه وايي چې خوست لوبغالى په ډېر غير مسلکي توګه جوړ شوى او يادو ولايتونو ته يې پلاوي لېږلي چې په دې اړه سمه څېړنه وکړي.
د کرکټ بورډ عمومي رييس وويل چې د دې ادارې هېڅ يوې څانګې مشخصه تګلاره نه درلوده، اوس يې ټولو څانګو ته سپارښتنه کړې چې خپلې تګلارې جوړې کړي.
مشعل وويل چې دکرکت بورډ د تر ټولو ستر او مرکزي مالي ملاتړي شرکت الکوزي څخه د تېرو دوو کلونو پيسې چې شاوخوا درې ميليونه ډالر کېږي، ځکه نه دي اخيستل شوې چې پخوانۍ ادارې ترې سمه ګټه نه ده اخيستې .
ده زياته کړه چې د ولسمشر په سپارښتنه الکوزي شرکت کرکټ بورډ ته يو ميليون ډالره اضافي مرسته کړې، هغه هم نه ده ترلاسه شوې.
هغه وايي چې د بوديجې په اړه هم د کرکټ بورډ پخوانۍ ادارې متضادې خبرې کړې دي، څو مياشتې مخکې يې په يوه مرکه کې ويلي و چې اته ميليونه ډالره بوديجه لري، خو اوس ادعا کوي چې دا ١٧ ميليونو ډالرو ته رسېدلې ده.
مشعل وويل : (( کرکټ بورډ خو دومره بوديجه نه لري او نه هم ددې پيسو کوم درک شته، هغوى دې دا بوديجه ثابته کړي او که له هغوى سره وي، حکومت يې بايد پوښتنه وکړي.))
د نوموړي په وينا، اداره کې ډېرى کسان له اړتيا پرته مقرر شوي وو او داسې کسانو ته هم معاشونه ورکول کېده چې په تشکيل کې نه وو، ځينې پيسې ورکې شوې دي چې څوک يې پړه پر غاړه نه اخلي.
د کرکټ بورډ عمومي رييس وايي چې پخوانيو چارواکو له ځينو لوبغاړو سره شخصي برخورد کړى او پر شاه پور ځدراڼ يې هېڅ سند پيدا نه کړ چې ولې له لوبـډلې ايستل شوى و.
مشعل زياتوي : (( سره له دې چې پر شفق د بندېز وخت پوره شوى و، خو ورته د لوبې اجازه نه ورکول کېده.))
نوموړى وايي چې په ولايتي چاروکې لاسوهنې کېدلې، ځينې ولايتي مسوولين د کرکټ پر مافيا بدل شوي وو او د ځينو چارواکو لخوا يې ملاتړ کېده.
هغه وويل،په کابل کې چې تر ټولو زياته د کرکټ لوبه دلته کېږي، پنځه راجستر شوي کلبونه نشته، د ولايتونو وضعيت خو تر دې هم خراب دى.
د کرکټ بورډ عمومي مشر وايي چې دوى په مالي لحاظ پر خپلو پښو د درېدو، اداري اصلاحاتو راوستلو، په ټول هېواد کې د پنځو معياري لوبغالو د جوړولو هڅې پيل کړې دي.
د نوموړي په وينا، دغه پنځه لوبغالي به په نړيوال معيار جوړېږي او په نورو ولايتونو کې به ١٥ نور ولايتي لوبغالي هم جوړ شي.
مشعل زياته کړه چې په کابل کې په نړيوال معيار سرپټې اکاډمي جوړه شوې چې په سيمه کې يې بېلګه نشته، په ټولو عصري وسايلو مجهزه ده.
هغه وويل چې د ملي لوبډلې لپاره يې پياوړى بهرنى روزونکى فلېپ سيمنز نيولى او هڅه کوي چې د ١٩ کلنو لوبډلې لپاره هم بهرنى روزونکى ونيسي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










