کابل (پژواک، ۸ کب ۹۵): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په پنځه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې زمبابوې ته په تاریخي ماتې ورکولو سره ددرېیم ځل لپاره د دغه لومړۍ درجې هیواد څخه د لوبو لړۍ وګټله.
د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو ددغې لړۍ لومړي دوه لوبې افغانستان او وروستۍ دوه لوبې زمبابوې ګټلې وې، چې نن ددواړو هیوادونو ترمنځ وروستۍ ټاکونکې لوبه ترسره شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د کب په ۸ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د پنځمې او وروستۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي وګټلها او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.
افغان لوبغاړو په وروستۍ لوبه کې له مسوولیته ډکه لوبه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۵۳ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۲۵۴ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري رحمت شاه ۵۰، محمد نبي ۴۸، نور علي ځدران ۴۶، شهزاد محمدي ۲۰، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری او راشد خان ۱۸، ۱۸، ۱۸، او په وروستیو شیبو کې دولت ځدران ۱۴ تیزې منډې جوړې کړې.
کله چې د افغانستان د افغانستان توپوهنه پای ته ورسیده ، نو د زمبابوې په پلازمینه هرارې کې باران پیل شو او لوبه د شاوخوا دوو ساعتونو لپاره وځنډیده، وروسته د لوبې لوبڅارانو د کرکټ د باران د قوانینو له مخې زمبابوې ته په ۲۲ اورونو کې د ۱۶۱ منډو هدف ورکړ.
د زمبابوې لوبډلې چې، کله لوبه پیل کړه، نو د افغان توپ اچوونکو مسابقه یې ونه شوه کړای او ټوله لوبډله یې په څوارلسم اوور کې په ۵۴ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا مهمه اوبرخلیک ټاکونکې لوبه د ۱۰۶ منډو په توپیر سره وګټله..jpg)
رحمت شاه ، چې په دې لوبه کې یې ۵۰ منډې جوړې کړې، د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
ولسمشر اشرف غني، اجراییوي رییس ډاکټرعبدالله،دافغانستان کرکټ بورډ مشرتابه په دې سترې بریا ټولو هیوادوالو ، مینه والو او د کرکټ ملي لوبډلې ته مبارکي ورکړې ده.
تر دې مخکې هم تیر کال افغانستان له زمبابوې څخه د یو ورځنیو او شل اووریز لوبو نړۍ ګټلې وې.










